د امریکاي ښځو د سولې او ښوونې او روزنې پلاوی چې تېره اوونۍ افغانستان ته راغلی و، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د خپلو فعالیتونو پایلې له رسنیو سره شریکې کړې. ددغه پلاوي غړو ټینګار وکړ چې ژر تر ژره باید په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

په دې غونډه کې افغان‌الاصله امریکايي مېرمن مسعوده سلطان چې د دغه سفر استازیتوب کړې وویل، اسلامي امارت او امریکا باید د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه له ښځو سره مرسته وکړي څو خپلو هېلو ته ورسېږي.

د اغلې سلطان په وینا، هغوی د نجونو او د خلکو اقتصادي ستونزې د اسلامي امارت چارواکو ته رسولې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه کړې چې په پایله کې اسلامي امارت هم هغوی ته د وخت مشخصولو پرته ژمنه کړې چې د نجونو ټولنې ښوونځې به پرانیستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د دغه پلاوي غړي وایي، د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره پر امریکایي چارواکو فشار راوړی او د دغو شتمنیو ازادېدو لپاره عدالت غوښتنه کړې.

د سپتامبر د ۱۱ مې پېښې د بریدونو د قربانیانو خپلوان او د دغه پلاوي غړی کلي کمپبل وایي چې د سپټامبر د ۱۱ مې پېښې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ هم له امریکا څخه غوښتي چې د افغانستان شتمنۍ دغو کورنیو پورې تړاو نه لري او باید افغانانو ته ولېږدول شي.

هغه وایي: « هغه څه چې ما دلته ولېدل او هغه ته ژمن یم، دا دی چې دغه پیسې دې ژر تر ژره د افغانستان بانکي سیسټم ته ولېږدول شي څو د دغه هېواد اقتصادي سیسټم بېرته خپل عادي حالت ته وروګرځي.»

د دغه پلاوي غړي وایي چې اوسمهال په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او هغوی دغه هېواد سره د بشري مرستو غوښتنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د يادونې وړ ده چې د امريکا ولسمشر جوبايډن په دې وروستيو کې د افغانستان د شمتنیو د يوې برخې د ازادولو او په امريکا کې د سپټامبر د يوولسمې نېټې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته د دغو شمنیو د یوې برخې ځانګړې کول په ملي او نړیواله کچه له منفي غبرګونونو سره مخ شو خو تراوسه د دغه فرمان د لغوه کېدو یا پلي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې د اسلامي امارت له‌خوا تر شپږم ټولګي پورې د ښځینه زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل هم  له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي، سره له دې چې اسلامي امارت د ښوونځیو د خلاصېدو پر طرحې کار کوي، خو تراوسه هم د ښوونځیو د پرانیستل کېدو نېټه نه ده معلومه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام