د سرپل د امنیې قومانداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د صیاد ولسوالي د انګشکه سیمې اوسېدونکی محمدنعیم وژلی دی.
د نوموړي په وینا، یادو کسانو لومړی محمدنعیم وهلی ډبولی او بیا یې په دستمال باندې زندۍ کړی دی.
نظري وايي چې تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نهدي روښانه، خو په خبره یې، د مجرمانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.