په فاریاب کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسلهوالو د سهشنبې په ماښام د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژلی دی.
سرچینې زیاتوي چې وژل شوی کس خانعلم نومېده او د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالي د سلملیک سیمې اصلي اوسېدونکی و، خو اوس د میمنې ښار په تکليخانه کې اوسېده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچینو په وینا، ناپېژنده وسلهوالو خانعلم په مرمیو وژلی او له سیمې تښتېدلي دي. سرچینې ټینګار کوي چې د دې پېښې په تړاو یوه ښځه نیول شوې ده.
د فاریاب امنیتي مسوولانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.