په لغمان کې د ملګروملتونو ملتونو عالي کمېشنري «یواېن‌اېج‌سي‌ار» د کډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو ریاست په چوکاټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د هر اړخیزه خدمتونو د چمتوکولو ټولنیز مرکز جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په ختیځ کې د ملګروملتونو ملتونو عالي کمېشنري مسوول الماز وویل چې یاد مرکز باندې ۲۵۸زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او په وینا یې، د نابینایانو او راستنو شویو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې یاد مرکز به د کډوالو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي چې په‌کې به نابینایانو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال وویل چې پر یادې ودانۍ اتلس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ښار او کورجوړونې ریاست په تخنیکي همکارۍ او د ملګروملتونوعالي کمېشنري یې، مالي ملاتړ کړی دی.

نوموړی وویل: «چې یاده ودانۍ په دوه منزلونو اته اطافونه، اشپزخانه، یو باب مسجد او مجهز تشنابونه لري چې لسکونه نابینایان به پکې زده‌کړې کوي چې هر نابینا ته به د غرمې ډوډۍ ترڅنګ په میاشتني ډول اته زره څلور سوه افغانۍ هم ورکول کېږي.»

هغه د ګډوالو عالي کمېشنري د ختیځ زون له مسوولانو غوښتنه وکړه چې لغمان کې د راستنوشویو برخه کې خپل فعالیت لا پراخ کړي، څو نوي راستانه شوي، له پاکو اوبو، صحي او تعلیمي خدماتو څخه برخمن شي.

لغمان کې د نابینایانو ټولنې مشر محمدفهیم نوراني هم د کډوالو د عالي کمېشنري له مسوولانو مننه وکړه چې د نابینایانو لپاره لغمان کې یو ټولنیز مرکز جوړ کو، څو نابینایان په‌کړې زده‌کړې وکړي.

هغه وویل: «دا مهال په لغمان کې لسکونه نابینایان شتون لري چې له ډلې یې دیرش ښځینه نابینایان ښوونځیو ته د تلو لاسرسی نه‌لري. د نابینایانو لپاره د حرفوي زده‌کړو ترڅنګ دې د عصري علومو لپاره هم باید کار وشي.»

نوراني د یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار، کډوالوچارو او کار او ټولنیزو چارو ریاست له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نابینایاو ځانګړی لیک (برېل) برابرولو برخه کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو عالي کمېشنري له لوري دا په ختیځ کې لومړی ټولنیز مرکز دی چې لغمان کې جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام