هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ د پراخېدو په لړ کې د هلمند درېوو اوسېدونکو په یوه کم‌سارې اقدام کې د سرپرست حکومت مسوولانو ته د دغه ولایت د وزګاره ځوانانو د غږ رسولو په موخه له هلمند څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی دی.

دغه ځوانان وايي چې وزګارتیا او بې‌وزلۍ سره د مبارزې په موخه یې کابل ته پلی تګ پیل کړی او په وینا یې، غواړي د هلمند د ۶۰۰ ځوانانو د بې‌وزلۍ او وزګارتیا شکایتونه تر حکومتي چارواکو ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمد‌الدین چې له خپلو نورو دوو ملګرو سره یوځای له هلمند څخه کابل ته پلی روان شوی، سلام‌وطندار ته ویلي چې له دغه کار څخه یې موخه د اسلامي امارت رییس‌الوزرا سره لیدل دي، څو هلمند کې د ځوانانو د وزګارتیا ستونزې ورسره شریکې او د کاري زمینې برابرولو غوښتنه ترې وکړي.

نوموړي وویل: «موږ په خپل منځ کې يوه ټولنه جوړه کړي چې شمېر يې ۶۰۰ کسانو ته رسېږي او دغه ټولنه د بې‌وزلو د حق غوښتنه کوي. خلک په ډېر بد وضعيت کې له سهار تر ماښام په ډېرو کمو امتيازاتو مزدوري کوي. دولت باید  دغو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.»

په ورته مهال هغه ځوانان چې دامهال وزګاره دي، د يادو کسانو د دغه اقدام هرکلی کوي او له حکومت څخه غواړي چې دغه ولایت کې د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

غلام فاروق چې شاخوا يو نيم کال کېږي له ښوونځي څخه فارغ شوی، خو نږدې یونیم کال کېږي چې د دندې په لټه کې دی او تراسه نه دی بریالی شوی. هغه وايي، که اسلامي امارت ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي په افغانستان کې به اقتصادي ستونزې حل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې تر سياسي بدلون وروسته په هېواد کې زرګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړې چې ورسره ګڼې کورنۍ له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام