په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا يوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه ليک د شلمې کالیزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې د افغانستان د ناامنيو ډېرېدو ته په اشارې ويلي، افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي.
د يوناما له لوري په خپره شوې اعلاميه چې نن شنبه خپره شوې راغلي، دوی د افغان سوله جوړونکيو ښځو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي په ګډون په بېړني ډول تاوتریخوالی کم کړي او د یوه سولهییز، په ځان بسیا او باثباته افغانستان لپاره کار وکړي.
يوناما همداراز وايي، دوی د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم له نارینه او ښځینه غړيو چې د ښځو د حقونو مدافعان دي، دوامداره ملاتړ کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوځل بیا د جګړې له ټولو اړخونو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د يوناما خبرپاڼه کې زياته شوې چې د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله کې په کابل کې د اسټرالیا، ډنمارک، د اغاخان پرمختیایي شبکه، کاناډا، هالنډ، د اسلامي همکاریو سازمان، ترکیې، د انگلستان، امريکا او د ملګرو ملتونو استازولیو مشران د سولې په خبرو کې د ښځو له حضور نه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پونټیکورو په يوه ټوېټ کې ويلي، د ښځو حقونه د تلپاتې سولې لپاره ترټولو قوي اصل دی او د سولې لاسته راوړلو لپاره ناټو د افغان مېرمنو تر څنګ ولاړه ده.