د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل د اسلامي امارت د سرپرست حکومت دوه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې د ملګروملتونو له لوري یې د سفرونو د معافیت نېټه ونهغځول شوه.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست نن کابل کې د یوې خبري ناسته پرمهال د ملګرو ملتونو دې پرېکړې ته په غبرګون کې سلاموطندار ته وویل چې دغه اقدام نامعقول دی او یاد سازمان باید پرې بیاکتنه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی چې تازه د ترکیې له سفر څخه هېواد ته راستون شوی، وايي چې د افغانستا زدهکړییز او ښوونیز نظام د نړیوالې ټولنې همکاریو ته اړتیا لري.
که څه هم حقاني پر نوموړي او د پوهنې وزارت پر مرستیال لګېدلی بندیز د هېواد د ښوونیز او زدهکړییز نظام د شته ستونزو د حل لپاره ستر زیان بولي، خو په وینا یې چې نړۍ سره د اړیکو ټينګښت لپاره به بدیله لاره پیدا کړي.
نوموړي وویل: «په اوسنیو شرایطو کې داسې محدودیتونه نامعقول دي. افغانستان کې لوړې زدهکړې ډېرې لاستهراوړنې لري او د تحصیلي بنسټونو درسونه روان دي. هغوی له دې ناخبره دي، که خبر وای، داسې پرېکړه یې نه نیوله.»
د سولې خبرو کې د ګډون لپاره درې کاله وړاندې د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو پر سفرونو لګېدلي بندیزونه لرې کړل شول. د سفرونو د معافیت دغه نېټه د روان کال د جون میاشې په ۲۰ نېټه پای ورسېده، خو د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو لپاره د درې نورو میاشتو لپاره وغځول شوه.