د امر‌بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي چې د ارزو ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو ساتنې په موخه تړل شوی دی.

د یاد وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر رسنیو ته په لېږلي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دغه ټلوېزیون د اسلامي ارزښتونو، له رسنیو د ناسمې ګټې‌اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه تړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دې غږیز پیغام کې ویلي: «د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې رسنۍ د بیان ازادي ولري او د اسلامي اخلاقو او اصولو کې مخته ولاړې شي، نو ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې، چې د ټولنې د اصلاح او سالمې لارې ته د راګرځېدو لپاره اړتیا وه چې یادې ستونزې په جدي ډول وڅېړل شي.»

د خېبر په وینا، ارزو ټلوېزیون کې له هېواد بهر تبعیدي رسنیو په مالي ملاتړ د اسلامي او افغاني اصولو خلاف سریالونه او خپرونې دوبله کېدې چې په وینا یې، د دې ټلوېزیون د تړل‌کېدو لامل شوی.

نوموړي وویل: «له اوږدې مودې راهیسې د څېړنو وروسته جوته شوه، چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم او تعمیر او په یادې رسنۍ کې د خپل موقف څخه په ګټه اخیستنې ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو، ترڅو د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف مبتذل سریالونه او خپرونې د دوبله کړي.»

د امربالمعروف وزارت ویاند همداراز په دې غږیز پیغام کې له رسنیو غوښتنه کړې چې د خپلو فعالیتونو پرمهال اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ټولنیزو اخلاقو ته پام وکړي او خپل فعالیتونو ته مخته یوسي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېواد کې د وروستیو څه باندې درېوو کلونو پرمهال د اقتصادي ستونزو او د سرپرست حکومت له پالیسو سره په ټکر کې د خپرونو له امله ډېری رسنیو خپل فعالیتونه درولي او یا هم تړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام