Asset 1SWN

شل اووره نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

t20-world-cup-2024-opener-between-usa-and-canada-to-refresh-178-year-old-memory-1703154652-2304

د وېست‌انډیز او امریکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو روان نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي چې انګلستان به سکاټلنډ او نیدرلنډز به له نیپال سره سیالي وکړي.

د انګلستان او سکاټلنډ سیالي به نن سه‌شنبه، جون څلورمه، د افغانستان پر وخت د شپې اووه بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انګلستان او سکاټلنډ له بي‌ ګروپ لوبېږي چې اسټرالیا، عمان او نمیبیا په‌کې یوځای دي. له دې ګروپ دا دویمه سیالي او د روان شل اووره سیالیو د جام شپږمه سیالي ده.

انګلستان د شل اووره سیالیو نړیوال جام تېر پړاو ۲۰۲۲کال اتلولي ګټلې او دې جام کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

بل‌خوا د نن شپې دویمه سیالي کې له ډي ګروپ څخه نیپال له نیدرلنډز سره سیالي وکړي. دې ډله کې بیا سوېلي‌‌افریقا، سریلانکا او بنګله‌دېش یوځای دي.

نیدرلندز او نیپال له ۲۰۲۱کال راهیسې پنځه ځله په شل اووره سیالیو کې سره مخ شوي چې درې ځلې نیدرلندز او دوه ځلې نیپال بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوال جام د نن ورځې سهارنۍ لوبه کې افغانستان په یوې اړخیزه سیالي کې یوګاندا ته ماته ورکړه او نړیوال جام یې په بریا پیل کړ.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام