افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن ترکیې په هېواد کې له روزنتونونو سره د مرستې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د خوراکي توکو ۱۵۰۰ کڅورې او شاوخوا ۷۵۰ قالینې وروسپارلې.

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهار اورګنایز افغان چارواکو ته د دغې مرستې د ورسپارلو پرمهال جوړې شوې ناسته کې وویل چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره همکاري کوي او دغه همکارۍ به په راتلونکې هم دوام ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال هېواد کې د روزنتونونو عمومي رییس فیضان‌احمد کاکړ وايي چې اوس په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۸ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعال دي چې ۷۵۰۰ یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان په‌کې ساتل کېږي.

بل‌خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالولي څارنوال له افغانستان سره د لا بشري مرستو غوښتنه وکړه او په اوسنیو شرایطو کې یې د ترکیې دغه مرستې اړینې وبللې.

د یادونې وړ ده چې هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو راپدېخوا، افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوشمېر نړیوالو سازمانونو په وار وار ویلي چې دغه هېواد کې ګڼ‌شمېر ماشومان د لوږې او اقتصادي ناورین له امله له زده‌کړې محروم پاتې کېږي چې په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام