د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ده په اوکراین د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې دواړو مشرانو اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره بحث او خبرې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ټیلیفوني اړیکې په اړه تراوسه سپینې ماڼۍ او کرملین څه نهدی ویلي.
تېره جمعه ټرمپ په یوې ناسته کې وویل چې غواړي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره وویني او د جګړې پای ته رسولو په تړاو ورسره خبرې وکړي.
د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه اوکراین کې د روانې جګړې درې کاله پوره کېږي چې دې موده کې له دواړو لوریو سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.
ټرمپ نیویارک پوسټ ته همداراز ویلي چې دی له پوتین سره ښه ملګرتیا لري او د جګړې پای ته رسولو لپاره ښه پلان یې جوړ کړی، خو د جزییاتو په اړه یې، څه نهدی ویلي.