
خبریالان: اطلاعاتو ته بشپړ لاسرسی نهلرو
یوشمېر خبریالان وايي، اطلاعاتو ته لاسرسي کې محدودیت لامل شوی چې رسنیو کې د تولید شویو خبرونو او راپورونو منځپانګه ټيټ کیفیت ولري.
دغه خبریالان وايي چې ډېری وخت د وزارتخونو ویاندویان او چارواکي د راپور جوړولو لپاره ځواب نهورکوي چې اړ کېږي، یو لوری راپور خپور کړي.