د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال‌ جلالي انتاني او افغان ـ جاپان روغتونونو کې د ساري ناروغیو د تشخیص د دوو مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو ته وویل، د دغې پروژې په تطبیق سره به کابل کې د ساري ناروغانو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړه شي.

هغه وویل: «موږ باور لرو چې نه یوازې د ثالثه خدمتونو سېسټم برخه کې به روغتیايي خدمتونو وړاندې کول معیاري شيي، بلکې د ټکنالوژۍ په مرسته به د عامې روغتیا وزارت ستراتیژيکې موخې هم ترلاسه شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دغه مرکزونه د تور زېړي، ایډز، کرونا او ځینو نورو ساري ناروغیو په څېر د تشخیص په موخه د سل میلیون افغانیو په ارزښت جوړیږي او چارې به یې ۳ میاشتو کې بشپړې شي.

د دغه وزارت ویاند شراف زمان امرخېل وویل: «نن دوه پروژې پرانېستل شوې، یوه افغان-جاپان روغتون او بله د انتاني ملي او تخصصي روغتون کې. دا د تشخیص مرکزونه دي چې د سي‌ټي‌سکن دوه ماشینونه نصب شول او د دواړو تعمیرونو باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي او هدف یې، خلکو ته د تشخیصیه خدمتونو وړاندې کول دي.»

له دې سره، د انتاني روغتون ډاکټر فریدالله عمري وویل، د دغو تشخیصیه مرکزونو په پرانیستل کېدو سره به هېوادوالو ته په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندې شي. «کله چې دا مرکز پرانېستل کېږي، هېوادوال به له لګښت پرته پکې په وړیا توګه درملنه کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغو روغتیايي مرکزونو د جوړولو لګښت د جاپان د نړیوالو همکاریو اژانس «جایکا» له لوري ورکړل شوی او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تطبیق کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام