د غور یوشمېر ځوانانو د دغه ولایت د مرغاب او چهارسدې ولسوالیو له سېلابځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
یوشمېر دغه ځوانان چې د یاد ولایت مرکزي چوک کې یې خیمې وهلي، له خلکو، سوداګرو او مرستندويه بنسټونو غوښتنه کوي چې له سېلابځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مرستو راټولولو یاد کمپاین یوه تنظیموونکي حمیدالله ځواک وویل: «له دې کمپاین مو موخه دا ده چې وکولای شو، د مرغاب او نورو ولسوالیو سېلابځپلیو ته چې له بدهمرغه سېلابونو له امله زیانمن شوي، مرستې ورته راټولې کړو.»
دوی زیاتوي چې د دغه ولایت په مرغاب او چهارسدې ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ د سېلابونو له امله بېځایه شوي چې د دوی په وینا، اوس له سرپناه او لومړنیو اسانتیاوو پرته شپې او ورځې تېروي.
د دې کمپاین یوه بل تنظیموونکي محمدصادق وویل: «ډېر کورنیو خپلو کورونه له لاسه ورکړي، مالونه یې له لاسه ورکړي او له همدې امله دوی لاسنیوي ته اړتیا لري، تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، د اوبو، خوړو، جامو او درملو ستونزې هلته دي، که څه هم عامې روغتیا ریاست هڅه کړې، خو بسنه نهکوي.»
هڅه مو وکړه چې غور کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګژوبلې کره شمېر او زیانونو په اړه د ځايي چارواکو نظر هم ترلاسه کړو؛ خو دوی د سېلابونو د مرګژوبلې په اړه د کره شمېرو نهلرلو په دلیل، له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو د یاد ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، وروستيو سېلابونو په مرغاب، چهارسدې او تيورې ولسواليو کې ۳ کسان مړه کړي او تر ٥٠٠ زيات د هستوګنې کورونه، لسګونه څاروي او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د خلکو باغونه لهمنځه تللي دي.
بلخوا هرات او بادغیس ولایتونو کې هم محلي چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو نهه کسان مړه، تر ۳۰۰ ډېر کورونه یې نړولي او څه باندې۵۰۰ څاروي هم لهمنځه تللي دي.