د کابل ښار شهرنو پارک ته څېرمه ولاړ ځوان غواړي هغه کتابونه وپلوري چې ده ته نږدې کېښودل شوي دي.

کله چې هغه ته نږدې شوم، له واره یې، یو کتاب راته مخکې کړ. «دا کتاب «لطفا ګوسفند نباشید» دی. ډېر خلک یې، اخلي او هدف یې، د ځان پېژندل دي.»

هغه سیدفرید نومېږي او که څه هم د خپل ژوند درې لسیزې یې تېرې کړې؛ خو د لوستلو او لیکلو فرصت یې نه‌دی ترلاسه کړی.

په هغو ورځو کې چې سیدفرید باید زده‌کړې کړې وای، ژوند هغه دې ته اړ کړ چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوې برابرولو لپاره پیسې وګټي.

نوموړي وویل: «دا چې زموږ د کورنۍ اقتصاد خراب و، ما زده‌کړې ونه کړې؛ ما خپل وروڼه وهڅول چې دا کار وکړي او ما په خپله زده‌کړې ونه‌کړې. کله چې زما وروڼه کوچني وو، ما باید د دوی ملاتړ کړی وای، که ما زده‌کړې کړې وای، نو ما به د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه‌شوی پوره کولای.»

زده‌کړې سره مینه او کتابونو سره لېوالتیا فرید د نړۍ له هر بل کار څخه جلا کړی دی.

هغه د سهار له اتو بجو د شپې تر لسو بجو د کابل له ګڼې‌ګوڼو ډکو پلو لارو کې ګرځي او هڅه کوي چې یو څو کتابونه وپلوري او د کتاب لوستلو دود سربېره، څو افغانۍ هم وګټي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.

هغه وویل: «ځکه چې هغه مینه او لېوالتیا چې ما د کتابونو سره درلوده او انسان تل هغه څه چې غواړي نه‌ ورته رسېږي او زه خپله هم ورته ونه‌رسېدم، او هدف دا دی چې ځوانان غلطو لارو ته لاړ نه‌شي، او هدف مې دا دی چې کتابونو سره د ځوانانو علاقه پیدا کړم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فرید وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې د کتابونو پلور کم شوی او اوس له دغه کار څخه لږ عاید ترلاسه کوي.

نوموړي وویل: «اوس موږ د کتابونو له خرڅلاو څخه هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوم او د جمهوري دورې په جریان کې ما هره ورځ له ۸ څخه تر ۱۰ پورې کتابونه پلورل او له ۵ څخه تر ۶ سوه افغانۍ مې ګټلې. اوس خلک په سختۍ سره په ورځ کې له ۳ څخه تر ۴ پورې کتابونه اخلي او اوس زه د کتابونو له خرڅلاو څخه هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوم.»

فرید په کتاب پلورنځیو کې د کتابونو لوړې بیې د خپل کار په برخه کې یو له مهمو ننګونو څخه یادوي. «زموږ د کار ستونزه دا ده چې کتاب پلورونکي د کتابونو بیې راټیټې کړي، او که یو کتاب په ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانۍ وي، نو هېڅوک به یې ونه‌اخلي او دا یوه ستونزه ده چې موږ ته هېڅ نه پرېږدي.»

د فرید په وینا، ګرځنده کتاب پلورنځي کولی شي افغانستان کې د کتاب لوستلو فرهنګ بیا را ژوندی کړي؛ هغه هېواد کې چې د وګړو لویه برخه یې لا هم  له مطالعې سره ډېره لېوالتیا نه‌لري.

نوموړي وویل: «هغه کتاب چې زه یې پلورم، یو کس کولای شي په یو وخت کې د یوې پاڼې لوستلو څخه یو څه ښه ترې زده‌کړي. کتاب د یو چا ذهن ډېر پرانیزي، او که څوک کتاب ونه لولي، نو دوی په تیاره کې ژوند کوي.»

د کورنۍ او کابل ښاریانو هڅونې او ستاینې فرید ته دا وړتیا ورکړې چې په ګرځنده توګه د کتابونو پلورلو کې له ستونزو سره سره، دغه کار ته دوام ورکړي. «کورنۍ او خلک وايي چې افرین، دا ښه دنده ده، کتاب پلورونکي هم وايي، ښه شغل دې انتخاب کړی.»

فرید زیاتوي چې د کتابونو ګرځنده پلورل یوازې د هغه لپاره یوه دنده نه؛ بلکې د کلمو د ژوندي ساتلو، د تاریخ، کلتور او مفکورو د ساتلو او د یوې داسې نړۍ د جوړولو هڅه ده چې پوهه په‌کې ژوندۍ وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام