د کابل ښار انتاني روغتون مسولان وايي چې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېری شوی دی.
د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، په تېرو درېوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۱۲۵ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۵ کسان مړه شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د کابل د انتاني روغتون مسوولان د لوی اختر او ګرمۍ موسم په رارسېدو سره د دغې ناروغۍ د پراخوالي په اړه اندېښنه ښيي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه حفظ الصحه مراعات کړي.
د کابل په انتاني روغتون کې ټرېنر متخصص فریدالله عمري سلاموطندار ته ویلي چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې تراوسه نږدې ۱۲۵ کسان بستر شوي چې ۶۰سلنه پر دې ناروغۍ اخته او له ۲۰ تر ۲۵ کسانو هم مړه شوې دي.
که څه هم د انتاني روغتون مسوولان د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د روغتیايي امکاناتو د رارسېدو خبره کوي، خو د وینې په ځانګړې توګه د منفي او صفر ګروپ وینې له کمښت څخه شکایت کوي.
په ورته مهال پر کانګو ناروغۍ اخته کسان هم د وینې له کمښت شکایت لري او د دغې ستونزې د هوارې غوښتنه کوي. په هېواد کې د کانګو ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په تړاو مو د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نهشو.
د یادونې وړ ده چې د کانګو ناروغۍ د یوې حشرې په وسیله انسان ته لېږدول کېږي او له یوه حیوان انسان او له انسان څخه بل انسان ته سرایت کوي.