Asset 1SWN

سلام وطندار

د ا.ا د دفاع وزارت پر افغان خاورې د برید ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ

National-Defense-Ministry-qqcw684itw19j930eu5k6ebjb8qp4m89qz8648b1c8

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په اړه هر ډول نظر ورکول یو ناسنجول شوی عمل دی او د اوبو خړولو لپاره یوه هڅه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تازه ویلي و، که اړتیا پېښه شي، د افغانستان په خاوره کې به پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌پي په نښه کړي.

د ا.ا د سرپرست حکومت پرون جمعه ناوخته پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې لیکل شوي، که په هر نوم او پلمه د افغانستان پر خاورې برید وشي، د پایلو مسوولیت به یې د هغه چا پر غاړه وي چې تجاوز یې کړی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د پاکستان مشرتابه ته په‌کار ده، څو هېچا ته اجازه ور نه‌کړي چې د حساسو موضوعاتو په اړه دا ډول حساسیت‌پاروونکې خبرې وکړي.»

د دفاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې ا.ا هېچا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه‌دی چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د موجودیت په اړه د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ دا ډول ناندرۍ را پورته کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ سختې نادرۍ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام