د غور امنیتي مسوولان وايي چې پرون د دغه ولایت د لعلاوسرجنګل ولسوالي په روغنقل سیمه کې د یوې حقوي او قومي شخړې په پایله کې د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غور د امنیې قومانداني ویاند عبدالرحمان بدري وايي، یادو کسانو یو بل په تیږو ویشتلي او لرګیو وهلي چې د یوه زخمي روغتیايي وضعیت هم نازک دی.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیولي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.
هغه زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې په موخه د لعلاوسرجنګل ولسوالي روغتون ته لېږدولي دي. د غور امنیتي مسوولان وايي چې ځواکونه یې سیمې ته ورغلي او د یادې لانجې د حل لپاره هڅې کوي.