په دغه تصویر کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، لیدل کېږي چې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیب‌الرحمن انصاري د رییس‌الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره څنګ په څنګ ناست دی.

ویل کېږي چې دغه اقتصادي ناسته نن په هرات کې جوړه شوې وه او د ټولنیزو رسنیو کارونکو دغه اخیستل شوی تصویر، د مجیب‌الرحمن انصاري د ژوند وروستی تصویر یاد کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مجیب‌الرحمن انصاري نن له غرمې وروسته د یاد ولایت په ګازرګاه جومات کې د یوې چاودنې پرمهال ووژل شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نارسمي شمېرو له مخې، په دې چاودنه کې تراوسه د څه باندې شلو کسانو د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی دی. تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام