افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» په یوه راپور کې، د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت پر کړنو نیوکه او اندېښنه ښوولې.
د یوناما په دغه راپور کې ویل شوي چې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت کارکوونکو په یو زر او ۳۳ قضیو کې افغانانو ته په خپلسري توګه سزاوې ورکړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یوناما دغه راپور ته سرپرست حکومت تند غبرګون ښودلې دی. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوناما راپور په غبرګون کې سلاموطندار ته وویل: «افغانستان یو اسلامي هېواد دی او دا د اسلامي نظام مسوولیت دی چې اسلامي احکام پلې کړي. له یوناما غواړو چې له دا ډول راپورونو چې د مسلمانانو احساسات راپاروي، له خپراوي ډډه وکړي.»
له دې سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، افغانستان کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د ښځو له هڅو ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، ملګري ملتونه او امریکا د بشري حقونو په برخه کې بېلابېلې تګلارې لري.
دوی وویل، هېوادونو هڅه کړې چې د بشري حقونو له مسئلې په استفادې افغانستان کې خپلې ګټې تعقیب کړي.
د سیاسي چاروکارپوه محمدزلمي افغانیار پوپل وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره د یوناما په ګډون نړیوالو بنسټونو لسګونه خبرپاڼې د افغانستان اړوند قضیو په تړاو خپرې کړي، افغانستان ته یې ګټه څه وه.»
د بشري حقونو مسلې په اړه د سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځ د نظر اختلاف داسې مهال مطرح کېږي چې ا.ا تل نړۍ سره له تعامل هرکلی کړی، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو کړنلاره باید د افغانانو د دیني، فرهنګي او ملي ګټو پر ضد ونه اوسي.