د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له مسوولو بنسټونو غوښتي چې د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسمالله عادل د وژنې او د نوموړي د پلار په کور د برید په اړه څېړنې وکړي.
ياد کمیسیون نن په ټوېټ کې ويلي، د دوی د موندنو پر بنسټ د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسمالله عادل د پلار په کور د طالبانو وسلهوال برید کې د يوې ۱۳ کلنې نجلۍ په ګډون د يادې کورنۍ درې غړي وژل شوي او د يوې ماشومې په ګډون ۴ نور ټپيان شوی.
د ياد کميسيون په وينا، طالبانو د بسمالله عادل د کورنۍ ۳ غړي له ځانه سره وړي هم دي.
تېره جمعې ورځ د کب مياشتې پر اتمه نېټه وسلهوالو طالبانو د بسمالله عادل په کور بريد وکړ. امنيتي مسوولانو د وژل شويو شمېر ۳ او د ټپيانو ۵ ياد کړی و.
د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې امر او د بسم الله عادل ورور حیات الله عادل وويل، په دې بريد کې يې یو ورور، د کاکا زوی او یوه ۱۵ کلنه ورېره وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي
د بسم الله عادل د کورنۍ د درېيو غړيو وژلو ډېری غبرګونونه له ځانه سره لرل.
د يادولو ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې بسمالله عادل په يوه وسلهوال بريد کې ووژل شو.
د عادل له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې په دې وژنه کې د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک لاس لري. خو بېک د ملي امنیت ځواکونو دې ګام ته غبرګون وښود او ملي امنیت ځواکونو ته د تسلمېدو پرځای يې پر ځواکونو ډزې پیل کړې او ووژل شو.