د پنجشېر محلي مسوولان مني چې د دغه وزارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په کابل کې نیول شوی دی.
د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق سلاموطندار ته ویلي چې اسلامي امارت دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه که څه هم د مشفق د نیول کېدو لامل نه په ډاګه کوي، خو زیاتوي چې دوسیه یې تر څېړنې لاندې ده.
د معلوماتو له مخې، عبدالمجیب مشفق د پروان اوسېدونکی دی او اک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس و.