په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست بلال کریمي وايي چې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې لومړنۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په بیجېنګ کې د افغانستان سفارت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې بلال کریمي دا موضوع د اسیا برخه کې د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ماو مینګ سره په لیدنه کې یاده کړې ده.
دغه سفارت زیاته کړې چې ماو مینګ په دې لیدنه کې له اسلامي امارت سره د چین د همکاریو د دوام په اړه ډاډه ورکړی دی.