د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د شنبې ماښام شاوخوا شپږ بجې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په پښتونستان واټ کې چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د یوه افغان په هایلکس موټر پسې د چسپکي ماین د چاودنې له امله شوې ده.
ځدران زیاتوي چې په دې چاودنه کې دوه ملکیان برسېرن ټپیان شوي دي. هغه وايي، امنیتي مسوولانو په دې څېړنې پیل کړې دي.
د کابل د امنیې قومانداني د ویاند تر تاییدېدو مخکې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي و چې پښتونستان واټ سره یې د چاودنې غږ اورېدلی دی. د سرچینې په خبره، یاده چاودنه ماښام ۶:۲۰ دقیقې شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.