Asset 1SWN

پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزې؛ «د ځمکې د تودوخې کچه ۱،۸ درجو ته رسېدلې»

_92782187_e5f63524-b327-4e26-85d0-fd6580808497

افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله له نورو ډېر اغېزمنېږي. دغه بدلون په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه کرنیز حاصلات کم کړي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې، د بې‌موسمه سېلابونو له امله میلیونونو وګړو ته د سر او مال سخت زیانونه اوښتي او د وچکالۍ له امله خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو د یوه بین‌الدولتي پلاوي په ټاکلو سره په تېره شاوخوا نیمه پېړۍ کې د ځمکې د تودوخې درجه ۱.۵ اټکل کړې وه، خو دا کچه په افغانستان کې ۱.۸ درجې چې د نړۍ له نورو سیمو څخه په توپير صفر اعشاریه درې درجې ډېروالی ښيي، ښودل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د افغانستان د طبیعي یخچالونو په وروستۍ ارزونه کې چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې شوې، ښودل شوي چې د ځمکې د تودوخې او اقلیمي بدلون له امله د افغانستان په غرونو او سیندونو کې طبیعي یخچالونه ۱۴سلنه له منځه تللي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي: «له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د شویو ارزونو له مخې، زموږ ۱۴ سلنه یخچالونه ویلې شوي او دا ښيي چې د ځمکې د تودوخې درجه لوړه شوې ده. همدارنګه، په تېرو لسو کلونو کې ۱۰۴ هېکټاره کرنیزه ځمکه، ۴۸ زره هېکټاره باغونه او له ۴۰ زرو ډېر کورونه له منځه تللي او له ۱۰۰ زرو ډېر کورونه هم زیانمن شوي دي. اوس په افغانستان کې ۱۴۰ ډوله وحشي ژوي د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»

خو دا چې دغو اقلیمي بدلونونو د هېواد د شمالي، لوېدیځو او سوېلي ولایتونو پر اوسېدونکو څومره منفي اغېزې کړي، سلام‌وطندار د بغلان، سمنګان، هرات، غور، بادغیس، هلمند، زابل، کندهار او روزګان ولایتونو له اوسېدونکو سره خبرې کړي او هغوی له وچکالۍ او د تودوخې له لوړې کچې څخه ډېر سر ټکولی دی.

په ورته وخت کې د غور او هلمند ولایتونو ځايي مسوولان وايي، د وروستیو وچکالیو له امله په دغو ولایتونو کې لږترلږه ۱۰ زره کورنۍ نورو سیمو ته کوچېدلې دي. د غور د کډوالو چارو رییس میراحمد مصمم او د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وايي:

«نږدې ۸۰۰۰ کورنۍ کډه شوي او اوس په ښار کې اوسېږي. د دوی د کوچېدو لامل وچکالي وه چې خپلې سیمې یې پريښې دي.» «وچکالۍ د واشېر، نوزاد، موسی‌کلا او د کجکي ولسوالي ځینې برخې سختې ځپلې دي او له دغو ولسوالیو نږدې دوه زره کورنۍ اړ شوي چې نورو سیمو ته وکوچېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه نجیب‌الله سدید وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله پېښېدونکي زیانونه د اندېښنې وړ دي او په وینا یې، یو لامل یې له تېرو دوو کلونو راهیسې مرستندویه صندوقونو ته د افغانستان نه لاسرسی دی.

که څه هم افغانستان د ګلخانه‌يي ګازونو په تولید کې هېڅ ونډه نه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډېر زیانمن او اغېزمنېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام