افغان کرېکټ لوبډله له اوږد ځنډ وروسته نن په یوه ورځنۍ سیالیو کې له زمبابوې لوبډلې سره مخ ده چې د روانې میلادي میاشتې تر څوارلسمي نېټې به دوه نورې یو ورځنۍ او درې شل اووره لوبې وکړي.
د کرېکټ چارو شنونکي وايي، د دې لوبو ارزښت ته په کتو افغان کرېکټ بورډ مناسبه لوبډله نه ده جوړه کړې. پخوانی خبریال او د کرېکټ چارو شنونکی قسیم هلال په دغو سیالیو کې د ځينو لوبغاړو په شتون او نهشتون نیوکه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «هغو لوبغاړو ته باید په سکواډ کې ځای ورکړل شوی وای چې له ډېر وخت راهیسې په لوبډله کې ځای نه لري، کمپونه یې لیدلي، تمرینات یې لیدلي لکه وفادار مومند او سلیم صافی.»
په همدې حال کې د کرېکټ لوبو تبصره کوونکی بادام احمدزی هم روانو سیالیو ته په جوړه شوې لوبډله نیوکه لري. نوموړی سلاموطندار ته وایي چې یادو لوبو ته مناسب لوبغاړي نه دي ټاکل شوي، خو په لوبډله کې د ځینو لوبغاړو په شتون خوښ دی.
هغه وویل: «که مشخص یې نومونه واخلم، افسر ځاځي ته اړتیا نه وه، همدارنګه د فرید ملک شتون هم ضرور نه و، پهکار ده له ریزرف لوبغاړو څخه هم ځينې لوبغاړي په لوبډله کې ځای شي، خو ځينې لوبغاړي شته چې شتون به یې له لوبډلې سره ډېره ګټه وکړي.»
د افغان کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک سلاموطندار ته ویلي چې لوبغاړو په کور دننه او بهر پوره تمرینات کړي او ټول لوبغاړي یې د وړتیا پربنسټ ټاکلي دي.
افغان لوبډلې د راتلونکې کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لارموندنې په موخه نن له زمبابوې لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو او درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړه چې د هرې یو ورځنۍ لوبې په ګټلو سره به هره لوبډله لس امتیازه ترلاسه او په هند کې د ترسره کېدونکي نړیوال جام ته یو ګام نږدې شي.
د دغو لوبو په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.


