د تاجیکستان د انرژۍ وزیر دلېرجمعه پرون دوشنبه، دغه هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ټاکل شوې چې د کاسا-زر د برښنا لېږد پروژه چې قرغیزستان او تاجیکستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، ۲۰۲۷ کال کې بشپړه شي.

د هغه په ​​وينا، د دغې پروژې د افغانستان برخې د مالي تمويل ستونزه هواره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تاجیکستان د انرژۍ وزیر ویلي، د کاسا-زر پروژې عملي کارونه په تاجیکستان او قرغیزستان کې بشپړ شوي او اوس یې عملي چارې افغانستان او پاکستان کې روانې دي.

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، دوی لاهم له نړيوال بانک څخه د دغې پروژې د مالي تمويل په تمه دي.

د یاد وزارت ویاند قدرت‌الله عابد سلام‌وطندار ته وویل: «کاسا‌۱۰۰۰ یوه سیمه‌ییزه پروژه ده چې په افغانستان کې یې تر ۷۰ سلنې پورې کارونه بشپړ شوي او تر ۹۵ سلنې پورې تجهیزات یې ساحې ته رسیدلي دي. نړیوال بانک د دې پروژې تمویل کوي، که افغانان تمویل شي، نو سلو په سلو کې چمتو دي چې په دې پروژه کار پیل کړي.»

د کاسا-زر پروژې د برښنا لېږد ظرفیت نږدې زر میګاواټه دی چې ۳۰۰ میګاواټه به یې افغانستان ته ځانګړې شي. د اقتصاد وزارت د دغې پروژې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وايي، هڅه کوي چې د دغه ډول بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل: «د دې پروژې پلي‌کول به په سیمه کې اقتصادي ودې او سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي؛ د دې پروژې پلي‌کول به زرګونو خلکو ته د کار فرصتونه برابر کړي او د هغې په بشپړېدو سره به افغانستان لوی کلني عواید ترلاسه کړي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د لویو زیربنایي پروژو او تطبیق له لارې اقتصادي ثبات او کاري فرصتونه رامنځته کړي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د کاسا-زر پروژې پلي‌کېدل به د افغانانو او د افغانستان د ټولو صنعتي کارخونو د برښنا اړتیاوې پوره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه قطب‌الدین یعقوبي وايي: «د نورو هېوادونو په پرتله، افغانستان کولای شي، له دې پروژې څخه ډېره ګټه پورته کړي، سربېره پر دې چې افغانستان به د برښنا له کمښت څخه وژغورل شي او د دې له لېږد څخه به پیسې ترلاسه کړي؛ د کار فرصتونه به رامنځته شي او په صنعتونو، انرژۍ او فابریکو کې بدلون به په افغانستان کې ښه بدلون راولي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کاسا-زر پروژه د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه جنوبي اسیا ته د برښنا لېږد مهمه پروژه ده چې له لارې به یې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان برښنا ولېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام