
نامنظمه کډوالي؛ د خبريال زبير عالميار کيسه چې اوس اتريش کې کډوال دی
زبیر عالمیار یو له هغو ځوانانو چې لوړې زدهکړې يې کړي خو اوس مهال اتریش هېواد کې خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره ژوند کوي.

زبیر عالمیار یو له هغو ځوانانو چې لوړې زدهکړې يې کړي خو اوس مهال اتریش هېواد کې خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره ژوند کوي.

حبیب عظیمي چې کله د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې و، د بېوزلۍ او د طالبانو د حضور له کبله یې نامنظمه کډوالي غوره کړې او د موخې هېواد یې هم ایران ټاکلی و.

د کډوالۍ ښکارنده د بشر په برخلیک او تېر وخت پورې تړلې، خو په خلکو کې د سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او نورو بدلونونو پر اساس توپیر کوي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی او د ښوونکيو د روزنې موسسې له پښتو ادبیاتو فارغ ۳۰ کلن ګلالی په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکی چې ۴ کاله وړاندې د نورو افغانانو په څېر د انسان قاچاقي له لوري دوکه شوی او د غریبۍ لپاره یې د اروپا په نیت نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړې.

په وروستیو کلونو کې ګڼشمېر افغان ځوانان د بېکارۍ، ناامنیو او د ولور پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته په نامنظمه کډوالي روانېږي، څو هغه خیالي ژوند ته چې د قاچاقیانو له لوري ورته هڅول کېږي، ورسېږي.

دې وروستیو کلونو کې هېواد کې د نامنظمې کډوالۍ اکثره دلایل ناامني او بېکاري بلل کېږي، خو ځينې داسې کسان هم شته چې د بېکارۍ او ناامنیو له کبله نه بلکې، د شوق او هوس له مخې په نامنظې کډوالۍ روانېږي.

ضياالحق چې ۳۸ کاله عمر لري، د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د «تېرې» سيمې اوسېدونکی دی.

مایوسي یې هره کلمه خبره کې چې کوي یې، له ورایه ښکاري. د هغه پر څېره دغه مایوسي د اذربایجان پلازمینه باکو کې یوې تیارې او نمجنې خونې کې، نامعلوم برخلیک او تنګلاسۍ نه سرچینه اخلي.

نامنظمې کډوالۍ شریفالله پر نشهیي توکو روږدی کړی دی. ۲۸ کلن شریفالله چې د لوګر اوسېدونکی دی، څو ځله یې د بېوزلۍ، تنګلاسۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نامنظمې کډوالۍ سختې لارې غوره کړي، خو اوس د نورو د اوږو بار دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکی احمد نور پنځه کاله وړاندې د امنیتي ستونزو او د کار د نشت له کبله پرته له دې چې د نامنظمې کډوالۍ پر ننګونو ځان خبر کړي، خپلو دوو ماشومانو او مېرمنې سره له خطرونو د ډک سفر موزې په پښو کوي او په ډېرو هیلو سره ځانونه د انسان قاچاقچي ته سپاري او ایران ته روانېږي.

احمد چې د هېواد د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته یې خپل هېواد پرېښی او اروپايي هېوادونو ته یې مخه کړې وايي، درې کاله وړاندې د قاچاقیانو په هغو خبرو تېروتی چې په وینا یې، د سترګو په رپ کې به یې اروپا ته رسوي.

محمد ایوب جان چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی تېر کال ایران ته د مزدورۍ لپاره په قاچاقي لارو تللی و او اوس خوشاله دی چې بېرته ژوندی راستون شوی دی.

عبدالستار سره له دې چې سمې خبرې یې نهشوای کولای، د اقتصادي بېوزلۍ له کبله په نامنظمه کډوالۍ ایران ته ځي او له یو څه مودې درنو کارونو وروسته، یوې څا کې مري.

سمیر چې ۲۷ کاله عمر لري د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکی دی او دوه کاله وړاندې يې د ښه ژوند په هیله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړه.

له هرې خبرې سره به یې رنګ تغییر خوړ، خوله به یې وچه شوه او د قاچاق لفظ سره به یې ځان راغونډ کړ.