ملګري ملتونه: کورنی تاوتریخوالی د ښځو اروايي سلامتیا ګواښي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، د دغه بنسټ ارزونې ښيي چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان په ګډون، په ټولو هغو هېوادونو کې کورنی تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ له ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

بلخ کې پر اروايي ناروغیو د ښځو د اخته کېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنې

په بلخ کې یوشمېر ډاکټران وايي، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د هغو ښځو د ورتګ کچه لوړه شوې چې پر اروايي ستونزو اخته دي.
د بلخ په مرکزي روغتون کې د ارواپوهنې ډاکټر حفیظ‌الله محبي وايي، د ښځو په منځ کې پر اروايي ناروغیو د اخته ښځو لوړ شمېر د اندېښنې وړ دی.

تخار کې یوې درویشت کلنې ښځې ځان وژلی

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌کلا ولسوالي کې یوې ځوانې ښځې ځان وژلی دی.
د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د غبرګولي پنځمه، د جمعې ورځ) د ینګي‌کلا ولسوالي په کفترعلي سیمه کې شوې ده.

راپورونه: یوازې یوه میاشت کې په نهو ولایتونو کې یوولس کسانو ځان‌وژنه کړې

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښو ډېروالي ته په کتو، د دغو پېښو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، کورنی تاوتریخوالی، اروايي ناروغۍ او اقتصادي ستونزې د ځان‌وژنې اصلي لاملونه دي.
څوارلس کلنه فاطمه چې د دایکندي د یوې ولسوالي اوسېدونکې ده، د وري میاشتې په لومړیو ورځو کې یې ځانه‌وژنه وکړه.

له ژونده تېښته؛ له اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۶۲ کسانو ځانونه وژلي

د بې‌وزلۍ کچې له لوړېدو او د اروايي ناروغیو زیاتېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي.
په رسنیو کې د ځان‌وژنې پېښو په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرو اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۴۴ ښځینه‌وو او ۱۸ نارینه‌وو ځانونه وژلي دي.

روزګان کې یوه کس خپله مېرمن وژلې

د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.
د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

فراه کې یوې نګور خپل خُسر وژلی

د فراه امنیتي مسوولان وايي، یوې ښځې بېګاه د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالي په «محل‌خان» سیمه کې خپل خُسر په بستره کې وژلی دی. وژل شوی کس دین‌محمد نومېږي.
د خاک سفید ولسوال مخلص اغا سلام‌وطندار ته ویلي، امنیتي مسوولان د پېښې ځای ته ورغلي او هغه ښځه یې نیولې چې خپل خُسر یې وژلی دی.