ناپېژنده وسله‌والو بغلان کې یو ډاکټر د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره وژلی

د بغلان ولایت په پل‌حصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.

غور کې د دوو غلو په ګډون څلور کسان وژل شوي

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل.

مک‌کنزي: کابل کې مو د وروستي هوايي برید پرمهال په تېروتنه ۱۰ملکیان وژلي

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک‌کنزي تایید کړې چې د اګسټ په ۲۹مه کابل کې د دغه هېواد په هوايي برید کې په تېروتنه د یوې کورنۍ ۱۰غړي یې وژلي دي. د جنرال مک‌کنزي دغو څرګندونو د امریکا د کانګرس د یو‌شمېر غړو تند غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو تخار کې د غیر‌مسووله وسله‌والو له مرکز څخه دوه جسدونه موندلي

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست رییس انصار‌الله انصار سلام‌وطندار ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالي کې یې د غیرمسووله وسله‌والو د یوه قومندان حاجي فتح په مرکز کې دوه جسدونه موندلي دي.

د طالبانو یوه نفوذي کس فراه کې ۷پولیس وژلي

په فراه کې یوه امنیتي سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې پرون له غرمې وروسته د فراه ښار اړوند په «شپل‌کوه» سیمه کې د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس د یوې پوستې ۷ پولیس وژلي دي. د سرچینې په وینا، د وسله‌والو طالبانو دغه نفوذي کس د اوو پولیسو له وژلو وروسته، د پوستې ټول پوځي تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي او وسله‌والو طالبانو سره یوځای شوی دی.

طالبانو په بدخشان کې د پوځ د افسرانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي

په بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فیض‌اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د پوځ د څو افسرانو او د ولسي پاڅونوالو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې یو‌شمېر سرتیري د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین درېدلی

د سې شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله‌والو د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ او په جلال اباد ښار کې پنځه واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. له دغو بریدونو وروسته پرون په ټول ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او روغتیايي مسئوولان وايي، د کمپاین ځنډېدو سره شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

طالبانو سرپل کې۱۲ امنیتي سرتیري وژلي

د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

زابل او پروان کې ماین چاودنو ۱۲ملکيان وژلي

په پروان او زابل ولایتونو کې پر مسافر وړونکي موټرو د چاودنو له کبله ‌‍۱۲ کسان وژل شوي او له۵۰ زیات ټپیان دي. د زابل د والي مرستیال عنایت‌الله هوتک سلام‌وطندار ته وایي، نن سهارمهال کلات ښار کې د کندهار-کابل پر لویه لار ۴۰۴ډوله مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ماین ښکار ګرځېدلی دی.