پېښو ته د رسېدو وزارت سېلابځپلیو لپاره له نړیوالو بنسټو د مرستو غوښتنه کړې
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
د مکسیکو توپان کې د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته ورسېد
د مکسیکو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په یوه تفریحي سیمه کې د ویجاړوونکي توپان د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن (د اکټوبر ۲۹مه، د یکشنبې ورځ) خبر ورکړی چې د مکسیکو د اکاپولکو توپان په قربانیانو کې ۲۹ نارینه او ۱۰ ښځې شاملې دي.
غور کې سېلابونو د شپږو کسانو ژوند اخیستی
د غور محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار او پسابند ولسوالي کې د را وتلیو سېلابونو له کبله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غزني کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی
د غزني امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه شپږ کلن ماشوم د مړي موندل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د غزني ښار د «سلطانمحمود غزنوي» ښارګوټي په یوه انګړ کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندلی دی.
فاریاب کې له سختې واورې او سړو سره سېلابونه هم راوتلي
د فاریاب محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان، بلچراغ او شېرینتګاب ولسوالیو کې د سختو واورو اورېدو او سړو سره سره سېلابونه هم راوتلي دي.
لوګر کې سېلاب ځپلۍ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د لوګر خوښۍ ولسوالي د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي چې کورونه یې په بشپړه توګه لهمنځه تللي او بېړنیو خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.
لوګر کې سېلاب ځپلیو کورنیو ته د هستوګنې کمپ جوړ شو
د لوګر محلي مسوولان وايي چې د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلیو کورنیو ته د هستوګنې کمپ جوړ شوی او په دغه کمپ کې سلګونه سېلاب ځپلې کورنۍ ځای پرځای شوي دي.
روزګان کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او دوه لادرکه دي
د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بلخوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.
کندهار او روزګان کې سېلابونو ۳۱ کسان مړه کړي
د کندهار او روزګان ولايتونو په یوشمېر ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، دغو سېلابونو د خلکو څاروي هم وړي او کورونه او ګڼشمېر هټۍ یې ویجاړې کړې دي. په ورته مهال د کندهار په خانشین ولسوالي کې هم د وروستیو اورښتونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
پېښو ته د رسېدو وزارت: نړیواله ټولنه دې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي، غزني، میدانوردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او زابل ولایتونو کې د وروستیو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې هېواد کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
فاریاب کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي
په فاریاب ولایت کې سرچینې وايي چې بېګاه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتي وو چې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
نورستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۶۵ جسدونه پیدا شوي
د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلاموطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپینږیري شامل دي.