![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/05/1396101116305517612946984-300x209.jpg)
برښنا شرکت: د ګاونډیانو د برښنا ټول پورونه مو ورکړي
د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د سېشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تېر کال یې له اوزبکستان څخه د ۱۰۵ میلیونه ډالرو، له تاجکستانه د ۷۱ میلیونه ډالرو، له ترکمنستان څخه د ۶۴ میلیونه ډالرو او له ایران څخه هم د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا را وارد کړې ده.