د اورښت لپاره د اسمان څار؛ «باغونه مې وچ شوي او له خپلې سیمې کډه شوی یم»

که څه هم  افغانستان کې اوس ژمی دی او د کابل په ګډون باید ډېری سړې سیمې پر سپینو واورو پوښلې وې، خو دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ګڼو سیمو کې هغه ډول چې باید اورښتونه شوي وای، واوره او بارانونه نه‌لیدل کېږي.

لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.
د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېف‌اې‌او موسسې له لوري ورکول کېږي.

د پکتیا بڼوال: په مني کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول د ونو د ودې لامل کېږي

په پکتيا کې يوشمېر بڼوال او د دې برخې کارپوهان وايي، د مني په موسم کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول ډېره ګټه لري. د دوی په وینا، حيواني سره تر ونو لاندې ځمکه نرموي او د ونو په وده کې مهم رول لري.
د پکتيا د احمداباد ولسوالي یو بڼوال روزي‌خان وايي، په خپل بڼ کې حيواني سره په دوو وختونو کې کاروي چې يو د مني موسم او بل هم په پسرلي کې د غوي میاشت ده.

زابل کې بڼوال: د تېرکال په پرتله به سږکال د بادامو شپږ برابره حاصلات ټول کړو

زابل کې یوشمېر بڼوال وايي، تازه ثمر ته رسېدلي باغونه به یې سږکال د تېر کال په پرتله په کم‌سارې توګه ډېر حاصلات ورکړي.

دغه بڼوال هیله څرګندوي چې سږکال به د طبیعي افتونو نه‌شتون او د ډېرو ورښتونو له امله له خپل تازه ثمر ته رسېدلو باغونو څخه د تېرکال په پرتله ۶ برابره زیات د بادامو حاصلات راټول کړي.

کندوز کې کروندګرو د مېوه‌لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼ‌شمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

هلمند کې تېرو جګړو او وچکالۍ ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

حاجي غلام‌رحیم د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالي د کلاب کارېز اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د تېرو جګړو او وچکالیو له کبله یې ګڼ‌شمېر باغونه زیامن یا له منځه تللي دي. په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی محمد بیا وايي، د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ننګرهار کې سږکال د شفتالانو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه زیات شوي

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات ډېر شوي دي. د مسوولانو په وینا، سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.