درېوو ولایتونو کې پر ۴۰۰۰۰ ښوونکو د پیسو د وېش بهیر پیل شو
د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف ویلي چې محمد اګ ایویا یې په افغانستان کې د یاد بنسټ د نوي استازي په توګه ټاکلی دی.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا «یونیسف» وايي چې افغانستان کې د بشر ناورین په ژورېدو سره، کابل کې د انډارا ګاندي روغتون هره ورځ پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ۸ پېښې ثبتوي.
د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو متلونو ملاتړي اداره یا یونیسف په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې. د دې بنسټ په رپوت کې راغلي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د یاد هېواد وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پروګرام مسوول ګلاخان ایوب د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یا د پولیو واکسین د کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټنه روغتیايي توکي مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې یوازې په درې ورځو کې ۲۷ ماشومان وژلي دي.
یونیسف پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او هغوی ته د مرګژوبلې اوښتو کچه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف اداره چې ماشومانو ته د پولیو واکسین د پروګرام مسوولیت لري، په سم ډول یې خپل کار نه دی کړی او دغه وزارت ته یې په راپور ورکونه کې لازمه روڼتیا نشته.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون