کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ پر سولې او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د پاکستان یو پلاوی چی مشري یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره یې د افغان سولې، امنیت، سوداګرۍ او د توکو ټرانزیټ کې د ستونزو پر حل خبرې کړي دي.

طالبان: امریکا راته په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو نه دي ویلي

که څه هم د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې ته یوه میاشت پاتې ده، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې ځواکونه به یې له درې تر شپږ میاشتو پورې نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

د بسم‌الله عادل کورنۍ د خپل امنیت په اړه اندېښنمه ده

د غور غږ راډیو د پخواني مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق پلار ګل‌محمد عادل وايي چې د خپلې کورنۍ د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. هغه چې په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ولایتي دفتر کې د خبریالانو د مېړانې او کار نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د کورنۍ د څلورو غړیو له لاسه ورکولو وروسته اوس د ده او د کورنۍ د نورو غړیو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

طالبانو په تخار کې د سلام مخابراتي شبکې فعالیت بند کړی

د تخار ولایتي مسوولان وايي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که هره ورځ د مازدیګر په پنځو بجو خپل فعالیت بند نه کړي، سزا به ورکړي.

د ناټو سرمنشي: راتلونکې میاشت به افغانستان کې د پاتې کېدو یا ترې د وتو پرېکړه وکړو

د ناټو سرمنشي ینس‌ سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې به چې راتلونکې میاشت جوړېږي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو یا ترې د وتلو پرېکړه وکړي.
سټولټنبرګ روان میلادي کال په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور په برخه کې د دغه سازمان لپاره مهم یادوي او وايي، د ناټو د دفاع وزیران به په فبروري میاشت کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

حکومت ته د نور خبرداری؛ که امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي

د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور وايي، که په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي. نوموړي چې په بلخ کې د رهنورد زریاب په یادغونډه کې خبرې کولې وویل، د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی او بهرني جنګیالي په ټولو شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

اسماعیل‌ خان: که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، وضعیت به مهار کړي

یوه پخواني جهادي قوماندان محمداسماعيل‌ خان نن د سولې روانې پروسې په اړه یوې خبري غونډې ته ویلي، که د سولې خبرې بې‌پایلې شي، اجازه به ور نه کړي چې د هېواد وضعیت خراب شي او په وینا یې، د وضعیت مهارولو لپاره به خپله لاس په‌کار شي.