د خپګان تعریف

د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف پر اساس، خپګان تر ټولو عامو رواني اختلالاتو څخه دی او خپګان د د اوږدمهال لپاره د خوښۍ او په زړه پورې فعالیتونو ترسره کولو لپاره د لیوالتیا له لاسه ورکولو په مانا دی.

خپګان یوه عامه او جدي رواني اختلال دی چې د یو شخص احساسات، فکرونه، چلند او ورځني فعالیت اغېزمنوي.

دغه اختلال د دوامداره غم احساسولو، د کارونو ترسره کولو لپاره د علاقې له لاسه ورکولو، د انرژۍ کمښت، د خوب او اشتها ګډوډۍ او تمرکز او پریکړه کولو د ستونزو رامنځ ته کېدو لامل کیږي.

دغه اختلال له شخصي ژوند څخه نیولې تر ټولنیز ژوند پورې په هرڅه اغېز کوي.

ښايي د خپګان نښې دومره شدیدې شي چې یو څوک ان ځان ته د زیان رسولو احساس پیدا کړي.

 د مسلې بیانول

دې وروستیو کلونو کې د افغانستان ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وضعیت کې پراخ بدلونونه رامنځ ته شوي چې ښځې په ځانګړې توګه یې ښځې له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د ښځو پر حقونو او ازادیو محدودیت، بېکاري، رواني خدماتو ته د پوره لاسرسي نه‌شتوالی، فقر، انزوا، تبعیض او کورنۍ او ټولنیز تاوتریخوالی هغه لاملونه دي چې کولی شي د ښځو ترمنځ د رواني ستونزو په ځانګړې توګه د خپګان زیاتوالي لامل شي.

بنآ په داسې شرایطو کې د ښځو ترمنځ د خپګان کچې تشخیص او تحلیل چې له خورا عامو رواني اختلالاتو څخه دی، اړین ښکاري.

د افغان مېرمنو د رواني اختلالاتو په اړه د کره او علمي مالوماتو نه‌شتوالی لامل شوی چې سیاستوال، د روغتیا او مدني ټولنې سازمانونه او رسنۍ دغه مسله له پامه وغورځويلخوا له پامه وغورځول شي او د ټولنې په کچه د دې ستونزې د کمولو لپاره عملي حل‌لارې طرحه او پلي نه شي.

له همدې امله، د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) هڅه کړې چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د یوې سروې په ترسره کولو او د ۴۰۱ مېرمنو د رواني وضعیت په ارزولو سره، افغانستان کې د مېرمنو د خپګان حالت یو حقیقي او علمي انځور وړاندې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې سروې موندنې ښیي چې د سروې شویو مېرمنو شاوخوا نیمایي یې د منځنۍ کچې له خپګان څخه رنځ وړي چې دا په افغانستان کې د ښځو د رواني روغتیا لپاره یو جدي خطر شمېرل کیږي.

د عمر، زده‌کړو، کار، د استوګنې ډول، ورځنۍ انرژي، خوب، تمرکز، د امنیت احساس او د راتلونکي په اړه د لیدلوري په څېر د حالت ارزولو سره یو ځای، د دغو مالوماتو کره تحلیل کولی شي حکومتي ادارو، روغتیايي سازمانونو، رسنیو او مدني ټولنو سره مرسته وکړي، ترڅو د ښځو د رواني وضعیت لپاره اړین اقدامات طرحه او پلي کړي.

د څېړنې مخینه

افغانستان کې د ښځو ترمنځ د خپګان موضوع د ملي او نړیوالو ادارو لپاره هم د توجه وړ مسایلو څخه ده. افغانستان کې د ښځو ترمنځ د خپګان کچې په اړه کره او رسمي رپوټونه نه ده خپاره شو، خو مطالعې ښيي چې د نړۍ په سطحه د ښځو ترمنځ د خپګان اوسط ته په کتو، افغان مېرمنو کې د خپګان کچه لوړه ده.

ملګري ملتونه او اړوند بنسټونه:

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې UN Women، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) ګډ راپورونه ښیي چې د ۲۰۲۳ کال له اپریل څخه تر جون پورې شاوخوا ۷۰ سلنه سروې شویو مېرمنو د اضطراب، خپګان او ټولنیز انزوا د زیاتوالي خبر ورکړی.

د افغانستان اپیدمیولوژیک مطالعاتو مرکز(ACES):

په ۲۰۲۳ کال یوې څېړنې وښوده چې په ښاري سیمو کې ۸۰.۴ سلنه افغانې ښځې د خپګان نښې تجربه کوي او ۸۱ سلنه یې له خفیف یا شدید اضطراب څخه رنځ وړي.

د څېړنې موخې

  1. د افغان ښځو ترمنځ د خپګان کچې ارزول.
  2. ښځو کې د خپګان رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره د اغېزناکه لاملونه پېژندل.
  3. د افغان ښځو ترمنځ د خپګان مخنیوي او کمولو لپاره د کړنلارو وړاندې کول.
  4. د افغان ښځو په ژوند کې د ټولنیزو، کورنیو او فردي خپګان د پایلو تحلیل.
  5. د رواني روغتیا خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د خنډونو مشخصول او د کړنلارو وړاندیز

د څېړنې پوښتنې

  1. کوم عوامل د ښځو ترمنځ د خپګان زیاتېدو لامل شوي؟
  2. د خپګان زیاتېدل د ښځو او ټولنې لپاره څه پایلې لري؟
  3. ایا ښځې د راتلونکې په اړه هیله او انګېزه لري؟
  4. ایا ښځې ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د علاقې او تمرکز وړتیا لري؟
  5. د خپګان کچې کمولو او د ښځو د رواني وضعیت ښه‌والي لپاره کومې کړنلارې وړاندې کولی شو.

د څېړنې ډول

دغه څېړنه د مخامخ خبرو له لارې شوې

د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې له پنځلسو تر ۴۰ کلونو پورته ښځو سره

د تحلیل ډول

دا چې دغه څېړنه شمېرې لري، د اطلاعات خپرولو لپاره پوښتن‌لیکونه چمتو شوي او له SPSS وسیلې څخه په استفاده تحلیل ا څېړل شوي دي.

د څېړنې وخت

دغه څېړنه پنځو میاشتو کې (د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نېټ د روان میلادي کال د اپرېل تر لومړۍ نېټې) شوې او ورڅخه ترلاسه شوي اطلاعات تحلیل او څېړل شوي دي.

د څېړنې محدودیتونه او ننګونې

  1. د موخې وړ ډلو سره اړیکو ټینګولو یا د اړتیا وړ مالوماتو ترلاسه کولو کې محدودیت
  2. د فرهنګي حساسیتونو شتون چې ښايي د مالوماتو په راټولولو یې اغېز کړی وي
  3. د برښنا او انټرنیټ پرې کېدل، یا د څېړنې پروسې ټکني کولو په برخه کې نورې تخنیکي ستونزې

بشپړ راپور

په ۲۶ ولایتونو کې د ۴۰۱ ښځو ترمنځ له وېشل شویو پوښتنلیکونو څخه د سلام‌افغانستان رسنيزې موسسې سلام‌وطندار راډيو د سروې موندنې ښيي چې د ۴۰۱ ښځو له جملې ١٩٩ ښځې چې ۴۹.۶۷ سلنه شمېرې جوړوي، په منځنۍ کچه خپګان او ٢٠٢ نورې چې د سروې ۵۰.۳۳ سلنه جوړوي، خپګان نه‌لري.

دغه سروې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې شوې چې کابل د ۲۰.۷ سلنه ګډون کوونکو په لرلو سره لومړي، هرات د ۱۱.۴ سلنه ګډون کوونکو په لرلو سره دویم، فاریاب د ۱۰.۲ سلنې په لرلو سره درېیم او بلخ د ۶.۹ سلنه ګډون کوونکو په لرلو سره څلورم ځای کې شتون لري.

همدارنګه پروان او دایکندي د ۰.۷ سلنه ګډون کوونکو په لرلو سره، تر ټولو کم شمېر لري.

په دې سروې کې د ګډون کونکو له جملې ۶۳.۳ سلنه اوزګار او ۳۶.۴ سلنه یې دندې لري.

په دې سروې کې ګډونکونکي مختلف عمرونه لري، ۵۴.۴ سلنه یې له ٢٠ تر ۲۵ کاله عمر، ۲۴.۷ سلنه یې له ۲۵ تر ۳۵، ٢١.٢ سلنه یې له ۱۵ تر ٢٠، ٢.٧ سلنه یې له ۳۵ تر ۴۰ او یو سلنه یې له ۴۰ کاله پورته عمر لري.

د زده‌کړې د کچې له مخې، ۴۰.۶ سلنه یې د لیسانس سند لري، ۳۱.۴ یې ۱۲م پاس، ۲۰.۷ یې څوارلسم پاس، ۴.۷ یې بې‌سواده او ۲.۵ سلنه یې د ماسټرۍ سند لري.

د واده کولو وضعیت له اړخه، ۶۴.۶ یې مجرد دي، ۲۵.۷ سلنه واده شوي، ۸.۷ سلنه کوژدن شوي او یو سلنه طلاق شوي دي.

د ژوند ډول ته په پام،  ۹۳.۵ سلنه یې ښاري او ۶.۵ سلنه یې کلیوال اوسیدونکي دي.

ورځنیو کارونو ته د ښځو د علاقې له نظره، ۴۵.۴ سلنه یې له ورځنیو کارونو سره کمه علاقه لري، ۴۵.۱ سلنه یې زیاته علاقه لري او ۹.۵ سلنه یې له ورځنیو کارونو سره علاقه نه لري.

د ورځې په اوږدو کې د ښځو د انرژۍ کچې له نظره، ۴۷.۶ سلنه ښځو کمه انرژي درلوده، ۳۸.۲ سلنه ښځو انرژي درلوده، ۹.۰ سلنه ډېره انرژي درلوده او ۵.۲ سلنه نورو هېڅ انرژي نه درلوده.

د ملګرو له لیدلو او په ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون کولو څخه د خوند اخیستلو په اړه ۷۲.۸ سلنه ویلي چې خوند يې اخیستی او ۲۷.۲ سلنه نورو ویلي چې خوند يې نه دی اخیستی.

ورځنيو پرېکړه نیولو کې د تمرکز وړتیا ته په اړه ۴۶.۱ سلنه لږ تمرکز لري، ۲۶.۷ سلنه ډیر تمرکز لري، ۱۴.۷ سلنه هېڅ تمرکز نه‌لري او ۱۲.۵ سلنه نورو ورځنيو پریکړه کولو کې بدلون نه دی کړی.

په کورنۍ کې د احساس په تړوا، ۳۹.۹ سلنه د خوښۍ احساس کوي، ۳۹.۲ سلنه ځانګړی احساس نه‌کوي او ۲۰.۹ سلنه د اندېښنې احساس کوي.

د شپې د خوب څرنګوالي له اړخه،۳۱.۹ سلنه ځینې وختونه د خوب کولو ستونزه لري، ۳۰.۲ سلنه ژور او کافي خوب لري، ۲۲.۲ سلنه په سختۍ خوب کوي او ۱۵.۷ سلنه د ناآرامۍ احساس کوي.

د اشتها کچې له نظره، ۳۵.۹ سلنه کمه اشتها لري، ۳۳.۴ سلنه ثابته اشتها لري، ۱۷.۰ سلنه په دوامداره توګه خوړو ته کمه اشتها لري او ۱۳.۷ سلنه نور له حده ډېر خوراک یا له حد کم خوراک کوي.

ځان ته د ارزښت ورکولو له اړخه، ۵۶.۶ سلنه له ځان سره مینه لري، ۳۲.۷ سلنه د بې‌ارزښتۍ احساس کوي او ۱۰.۷ سلنه ځان ته بد احساس لري.

د راتلونکي په اړه د احساس په اړه، ۴۵.۹ سلنه د راتلونکې په اړه اندېښمن دي، ۳۰.۷ سلنه هیله لري، ۱۱.۷ سلنه لږه هیله لري او ۱۱.۷ سلنه نور د ناهیلۍ احساس کوي.

تفریحي فعالیتونو یا ساتیرۍ ته د وخت ورکولو له نظره، ۳۹.۹ سلنه کله ناکله دغو فعالیتونو ته وخت ورکوي، ۳۲.۷ سلنه ډیر لږ، ۱۴.۷ سلنه په منظمه توګه او ۱۲.۷ سلنه تفریح ​​​​ته وخت نه ورکوي.

له خپلو کار څخه د رضایت او بریا احساس کولو له نظره، ۴۸.۱ سلنه ځینې وخت د بریالیتوب احساس کوي، ۲۳.۷ سلنه ډېر بریالي دي، ۲۲.۴ سلنه ډیر ناخوښه دي او ۵.۷ سلنه په بشپړه توګه ناخوښه دي.

د دې په اړه چې ایا دوی احساس کوي چې ژوند بې مانا دی او د راتلونکې لپاره هیڅ هدف نه‌لري، ۶۲.۳ سلنه د راتلونکې لپاره هېڅ هدف نه‌لري او ۳۷.۷ سلنه د راتلونکې لپاره اهداف لري.

له نورو سره د تعامل له نظره ایا دوی د راحتۍ او امنیت احساس کوي، ۳۶.۲ سلنه کله ناکله د ناامني احساس کوي، ۲۸.۴ سلنه راحته دي، ۱۹.۷ سلنه تل راحته دي او ۱۵.۷ سلنه اندېښنه لري.

د دې په اړه چې ایا دوی ځان ته د زیان رسولو په اړه فکر کړی، ۴۸.۶ سلنه هېڅکله ځان ته د زیان رسولو په اړه فکر نه دی کړی، ۳۱.۲ سلنه کله ناکله او ۲۰.۲ سلنه نور بیا ځان ته د زیان رسولو فکر کړی دی.

په دې اړه چې آیا دوی له ارواپوه یا مشوره ورکونکي څخه د مرستې غوښتو فکر کړی، ۳۸.۷ سلنه د مرستې په لټه کې دي، ۳۶.۹ سلنه د مرستې غوښتو فکر کې وو، ۱۳.۲ سلنه مرستې ته اړتیا نه لري او ۱۱.۲ سلنه نورو هیڅکله د مرستې ترلاسه کولو فکر نه دی کړی.

 د افغان ښځو ترمنځ د خپګان کچې لوړولو په موخه وړاندیزونه:

د خپګان کچې کمولو لپاره حکومت، روغتیايي بنسټونو او رسنیو ته لاندې وړاندیزونه مطرح کیږي:

  1. وړاندیز کیږي چې حکومتي مسوولان دې د رواني درملنې، ښوونې، پوهاوي ورکولو، ټولنیز ملاتړ پیاوړي کولو او د ښځو اقتصادي وړتیاوو لوړولو اسانتیاوو سره یو ځای د درملنې مرکزونو په رامنځ ته کولو سره، د ښځو ترمنځ د خپګان کچې کمولو لپاره اقدامات وکړي.
  2. روغتیايي بنسټونه دې د ژوند د ښوونیزو مهارتونو او تاوتریخوالي سره د مبارزې زده‌کړې په وړاندې کولو، له پرمختللو تګلارو څخه دې په استفادې او د ښځو له جسمي سلامتیا څخه په ملاتړ سره کولی شي، د هغوی ترمنځ د خپګان کچه راکمه کړي
  3. رسنۍ د ښځو حقونو په برخه کې د ملاتړیزو کمپاینونو او د ښوونیزو او پوهاوي ورکولو پروګرامونو په جوړولو سره کولی شي، د ښځو د خپګان کچې راکمولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام