غلامحضرت چې ۳۶ کاله عمر لري او د غور د مرکز فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې اوسېږي وايي، تېرو څو میاشتو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو شپې او ورځې تېرولې، خو اوس د دغو مرستو له بندیدو سره د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو ته هم حیران دی.
هغه چې له فاریاب نه غور ته کډه شوی، وايي: «ژوند مو ډېر خراب دی؛ خواړه نه لرو، دې موده کې موسسې هم راسره مرسته نهده کړې. همداسې پر ډاګ پاتې یوو؛ نه خواړه لرو، نه سونتوکي، نه نور څه لرو. اته سره کسان یوو، کاروبار نشته، همداسې ستونزو سره خپل حال ته اندېښمن یوو. غواړو چې له موږ سره څهناڅه مرسته وشي.»
یوازې غلامحضرت نهدی چې غور کې په دومره سختۍ شپې او ورځې تېروي، بلکې سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې په اسانۍ د یو وخت خواړه هم نه ورته رسېږي.
حبیبالرحمان وحدت په غور کې د یوه خیریه بنسټ غړی دی. هغه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په درېدو سره په دغه ولایت کې د بېوزله کورنیو شمېر ډېر کړی دی.
د نوموړي په وینا، موسسو خپل فعالیتونه درولي او که افغان سوداګر ورسره مرسته ونه کړي، ډېری به یې ژوند له لاسه ورکړي. د خوړو نړیوال پروګرام چې مخکې به یې له خلکو سره څهناڅه مرستې کولې، په غور کې یې خپل فعالیتونه درولي دي.
په دې اداره کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې غور کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د ځايي چارواکو په لاس کې وې او ډېر کله به یې اړمنو ته نه ور رسولې.
خو د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس بیا دا ادعا نه مني او وايي: «دې برخه کې کوم جبر او زور نه و. له بده مرغه ناسم راپورونه ورکړل شوي وو. د ملګرو ملتونو استازی چې راغی، ورته روښانه شوه چې حکومت دغه کار نهدی کړی او مسوولان پهکې ښکېل نهدي. کومې خبرې چې د ملګرو ملتونو د استازي او والي ترمنځ وشوې، دې هوکړې ته ورسېدل چې یاد راپور ناسم و او کار به پیل کړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستۍ د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان کې اوس شاوخوا ۲۸میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.