د میدانوردګ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۳۳ روغتیایي مرکزونو ته لمریزه برښنا ونښلول شوه.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر رسولګل نظري میدانښار کې خبریالانو ته وویل، یادو روغتیايي مرکزونو ته په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۲۴ ساعته سولري برېښنا وصل شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، هر روغتیايي مرکز ته لس کېلو واټه برښنا د ۱۸زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د تېر یوه کال په ترڅ کې د نږدې ۶سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.
نظري زیاته کړه له دې وړاندې په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه د برېښنا نشتون له امله له ستونزو سره لاس او ګیروان وو چې ددې پروژې له پرانېستې سره د یادو ۳۳ روغتیايي مرکزونو ۲۴ ساعته د برېښنا ستونزه هواره شوه.
د میدانوردګ په ۹ ولسوالیو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ۸۰ روغتیایي مرکزونو پرانېستې دي او هره ورځ زرګونه ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کوي.