د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له «سي‌ان‌ان» خبري شبکې سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی او پر داسې یوې تګلارې کار کوي چې له مخې یې، د نجونو خوندیتوب تامین او ښوونځي یې بېرته پرانستل شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دغو څرګندونو په غبرګون کې د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو چارو مرستیالې هیدر بار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت تراوسه په وار وار خپلې کړې ژمنې ماتې کړي او له همدې امله د ښوونځیو بیا پرانستلو په اړه د دوی څرګندونې «بې‌ معنی دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې او ښوونکې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو په اړه د سرپرست حکومت پر ژمنې او ارادې شکمنې دي.

د دوی په وینا، اسلامي امارت له سیاسي دریځه نه غواړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانستل شي.

بصیره شېرزاد چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، سلام‌وطندار ته وايي، د ښوونځیو د زده‌کوونکو لباس اسلامي دی او هېڅ ستونزه نه لري. نوموړې زیاتوي چې سرپرست حکومت د نجونو زده‌کړې سیاسي کړي دي.

نږدې دوه میاشتې کېږي چې هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شوی، خو په دې موده کې ښاریان او په ځانګړې توکه نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو بیا‌پرانستلو ته سترګې په لاره دي.

ظریفه چې د کابل د یوه ښوونځي زده‌کوونکې ده، سلام‌وطندار ته وايي، له زده‌کړو څخه د لرې‌والي له امله ناهیلې شوې او هره ورځ د ښوونځي بیا‌پرانستلو لپاره شېبې شماري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو نهو میاشتو کې د ښوونځو بیاپرانستلو لپاره په کور دننه او بهر کې ډېرې هڅې وشوې، خو دغو هڅو تراوسه پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام