د خوست محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «دوه منده» ولسوالي په یوه غره کې د سرو زرو کان نښې موندل شوې دي.

د خوست د کانونو او پټروليم رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې شمل دوه منده ولسوالي اړوند يوه غره کې خلکو د سرو زرو ټوټې موندلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ويل شوي چې د امنيتي او کشفي ارګانو تر خبرتیا وروسته د خوست د کانونو رياست رییس صادق‌جان «حمزه» په مشري د انجینیري ډلې سره په ګډه دوه منده ولسوالي کې يادې سيمې ته سفر کړی دی.

خبرپاڼه کاږي چې د لومړنيو څېړنو له مخې، په ياده سيمه کې د کانګلوميراتونه او رسوبي ډبرو لويه کتله شته چې د سرو زرو جنيټيکي سرچینې ورسره تړاو لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 له يادې سيمې څخه له څه مودې راهيسې ځايي اوسېدونکو د سرو زرو ټوټې پيدا کولې او خوست ښار کې يې پر زرګرانو پلورلې هم دي. د خبرپاڼې له مخې، ډېر ژر به د کانونو او پټرولیم وزارت څخه يادې سيمې ته يو مسلکي ټيم هم لېږدول شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام