Asset 1SWN

پکتیکا کې ۱۰۰ بې‌وزله کورنيو ته د خياطي توکي ورکړل شول

IMG-20240829-WA0015

پکتیکا کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت شاوخوا ۱۰۰ بې‌‌وزله کورنیو سره د خیاطي اړوند توکو مرسته کړې.

د پکتیکا مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر چتر لاندې د«PHRO»  موسسې له لوري پر سلو بې‌وزلو کورنیو د خياطي کېټونه وېشل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ويل شوي چې هرې کورنۍ ته ورکړل شوي کېټ کې د لمريزې برښنا دړه، د خياطۍ ماشين،  ګازي ډبې او بېلابې پنځلس قلمه توکي شامل دي او د هرې کورنی کيټ ۱۶۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.

خبرپاڼه کې د يادې موسسې د مسوولانو له قوله ليکل شوي چې په دغه مرستې سره به د ياد شمېر کورنيو اقتصادي وضیعت  ښه شي او خپل ځان ته به پرې د کار زمينه برابره کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یادې کورنۍ د مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې، خو په راتلونکې کې د نورو مرستو غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د دې ریاست تر چتر لاندې يوشمېر نورو موسسو له ځينو کورنيو سره د خياطۍ او برښنا کېټونو په ګډون بېلابېلې مرستې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام