د هلمند د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لویو لارو او ښار کې د ترافیکي سرغړونو د مخنیوي لپاره کلک اقدامات پیل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د ترافیکي ټیمونو حضور به لا ډېر شي، څو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېدونکې پېښې راکمې او د خلکو د تګ‌راتګ خوندیتوب تضمین شي.

په دې اړه د امنیه قومنداني ویاند مولوي نصیراحمدمهاجر وایي: «هغه موټر چې د سرغړونې له امله درول کېږي، د کورنۍ د مشرانو له ترقوي تضمین وروسته بېرته ورسپارل کېږي. د ترافیکو مدیریت ټیمونه ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي.»

چارواکي هیله لري چې د دغه پلان په عملي‌کېدو سره به د مرګ‌ژوبلې کچه راکمه او د سړکونو د خونديتوب کچه لوړه شي.

بل‌خوا د هلمند یوشمېر اوسېدونکي د پولیسو دغه پرېکړه د ستاینې وړ بولي، دوی هیله لري له یاد  اقدام سره به د ټرافیکو پېښو مخنیوي او کچې راکمېدو کې مثبت رول ولري او همداشان به د ښاري بې‌نظمۍ مخه هم ونیول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لښکرګاه ښار اوسېدونکی نقیب‌الله وايي: «له کورنیو مو هیله ده چې وسایط خپلو ماشومانو ته ورنه کړي، ترڅو ترافیکي پېښې کمې شي.»

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی محمدادریس په دې اړه وايي: «خلکو ته مې پیغام دا دی چې ترافیکي قوانین مراعت کړي او د ترافیکي اشارو درناوی وکړي.»

هلمند د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د پراخو او اوږدو لارو، د بار وړونکو موټرو د زیات تردد، د چلونکو بې‌احتیاطۍ، د ترافیکي نښو د نشتون او په ځینو سیمو کې د سړکونو د خراب حالت له امله پکې د ترافیکي پېښو کچه لوړه ده.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د ترافیکي سرغړونو دا نوې تګلاره نه یوازې د پېښو په کمېدو کې مرسته کولی شي، بلکې د ښاري نظم په رامنځته کولو، د خلکو د تګ راتګ په اسانتیا او د مسافرو د خوندیتوب په لوړولو کې هم مهم اغېز لرلای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام