نن په کابل او ننګرهار کې ګڼشمېر صرافانو، سوداګرو او عامو خلکو په پلازمېنه کابل کې د امریکا د وروستي بېپېلوټې الوتکې د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
کابل کې د امریکا پرضد راوتلي لاریونوال چې د شهزاده سرای مخې ته راټول شوي وو، د دغه هېواد پرضد یې شعارونه ورکول او د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه یې کوله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی همداراز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې خپل هوايي حریم د افغانستان پر ضد ونه کاروي. په ننګرهار کې لسګونه لاریونوالو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د وروستی هوايي برید یې له دوحې تړون سرغړونه بلله.
دوی همداراز ویل چې امریکا باید د افغانستان په تړاو له ظالمانه پرېکړو لاس په سر شي او په ورته مهال یې په یاد هېواد غږ وکړ چې هر څه ژر دې د افغانانو ګنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.
د یادونې ده، چې نن چهار شنبه د ننګرهار سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امریکا پر ضد لاریونونو شوي او پر کابل یې د یاد هېواد ډرون برید په کلکه غندلی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې هم د تېرې جمعې پر ورځ په نږدې لسو ولایتونو کې پر کابل د امریکا د وروستي هوايي برید په غبرګون کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته راووتل او دغه برید یې وغانده.