د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلاموطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
سلاموطندار په دې سروې کې د تاوتریخوالي له امله د زیانمنو ښځو ترمنځ د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه هم ارزولي دي. د سروې له مخې، د تاوتریخوالي له امله زیانمنې ښځې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، ۴۵سلنه یې له رواني (اشارو، ګواښ…)، ۱۴سلنه یې (جنسي، فیزیکي او رواني) او څلور سلنه بیا هم له فیزیکي او هم له رواني تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په سروې کې یوې ګډون کوونکې چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي او له رواني تاوتریخوالي سره مخ ده، سلاموطندار ته وویل: «زه خپله له رواني تاوتریخوالي لکه څارل کېدل او له دې او هغې خوا اشاره کولو سره مخ شوې یم.»
په دې سروې کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځایونه هم ارزول شوي دي. د سروې ۳۹سلنه ګډونوالو ویلي چې پر لاره، ۲۸سلنه په کور کې، ۱۶سلنه په ښوونیزو مرکزونو کې، شپږ سلنه کار ځای او اته سلنه هم ویلي، پورته ټولو ځایونو کې له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوي دي.
د سروې یوې بلې ګډونوالې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل: «په کور کې ډېری وخت نه، خو کار ځای او ښوونیزو مرکزونو او لاره کې چې تګراتګ کوو، له تاوتریخوالي سره مخ کېږو. مثلآ هغه ځوانان چې موږ ته مخې ته راځي یا لاره کې ولاړ وي، موږ ته هر څه وايي، هر څه یې چې خولې ته راغلل که ښه و او که بد، موږ ته یې وايي.»
د سروې د موندنو پر بنسټ، ۴۲سلنه ګډون کوونکو خپلو لومړنیو حقونو ته د نه لاسرسي او یوولس سلنه هم د بېوزلي او وزګارتیا له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. شپږ سلنه ښځو ویلي، د خپلې خوښې خلاف کار ته اړ شوي او شپږ سلنه نورو هم ویلي، د ټاکنې حق نهلري.
نهه سلنه نورو بیا پورته موارد تایید کړي، ۱۵سلنه بیا څه نه دي مشخص کړي او دوه سلنه نورو هم خپل چلن د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله یاد کړی دی.
د سروې یوې بلې ګډونوالې هم د نوم نه ښودلو پر شرط سلاموطندار ته وویل: «زه فکر کوم اساسي لامل چې زه له تاوتریخوالي سره مخ شوې یم، له خپلو لومړنیو ازادیو محرومېدل دي، لکه د زدهکړو حق، د تحصیل او کار حق څخه. نن مې هغه ټولې هیلې، هدفونه لهمنځه لاړل او وځپل شول چې ما لرل او نن یوه زنداني یم چې د زندان په کونج کې زنداني شوې او هره ورځ له روحي او ذهني اړخه لهمنځه وړل کېږم.»
د سروې ۴۳سلنه ګډون کوونکو ویلي چې د عامو خلکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ۱۶سلنه هم ویلي چې د کورنۍ د غړیو لهخوا ورسره تاوتریخوالی شوی دی. لس سلنه ویلي چې د خاوندانو لهخوا ورسره تاوتریخوالی شوی. نهه سلنه هم د حکومتي ځواکونو او څلور سلنه د کار ځای کې د کار څښتن له لوري تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
په همدې ترتیب له تاوتریخوالي سره مخ شوې مېرمنې بېسوادي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، دودونه او ناسم رواجونه، بېوزلي او وزګارتیا او پر نشهيي توکو روږدي، په تریب ۲،۱۶،۱۷،۲۲،۲۵ سلنه د خپل ځان پر وړاندې د تاوتریخوالي عوامل یاد کړي دي.
په سروې کې له تاوتریخوالي وروسته زیانمنو ښځو سره شوي اقدامات هم ارزول شوي دي. ۶۷سلنه ویلي، د تاوتریخوالي مخنیوی او څارنې برخه کې هېڅ نه دي شوي، ۳۰سلنه هم وايي چې اقدامات شوي او درې سلنو بیا دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
۲۱سلنو ځواب ورکړی چې تاوتریخوالی یې کورنۍ سره د خبرو له لارې حل کړی، اته سلنه د عدلي او قضايي ارګانونو او پنځه سلنه هم دغه موضوع د امنیتي بنسټونو په مرسته حل کړې ده.
۲۸سلنه هم ویلي چې د وېرې له امله یې نه ده غوښتې چې د دغه موضوع د حل لپاره اقدام وکړي. ۱۶سلنه د خلکو د خبرو، ۱۴سلنه هم د خپلوانو د نه ملاتړ او لس سلنو هم دغه موارد د څارنې او تعقیب یا د تاوتریخوالي لهمنځه وړو برخه کې د اقدام نشتون له امله بولي.
له تاوتریخوالي زیانمنې ۷۰سلنه ښځو په دې سروې کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د رسېدنې پر بهیر بېباوره دي، خو ۲۸سلنه ویلي، له اقدام وروسته د تاوتریخوالي قضیو ته پر رسېدنې باور لري او دوه سلنه نورو بیا دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
بلخوا یوشمېر ټولنپوهان او ارواپوهان د سلاموطندار له لوري د دې سروې پایلې چې له هرو څلور ښځو درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي، د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دوام به یې ټولنه اغېزمنه او راتلونکو نسلونو باندې هم ناوړه اغېز ولري.
ارواپوه شرفالدین عظیمي وايي، که یوه ښځه رواني سلامتیا ونهلري، نشي کولای چې د نورو لپاره یو ښه انسان واوسي. د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي لهمنځه وړو لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي.
نوموړي وویل: «ښځې چې له هر اړخه له تاوتریخوالي سره مخ کېږي یا قرباني کېږي، له لنډمهالي او اوږدمهالي توګه ورته ستونزې پیدا کېږي. په لنډمهاله توګه ورته ناهیلي پیدا کېږي، ارامه نه وي، خوب کې ناانډولي رامنځته کېږي، ستړې کېږي، خزانېږي، اړیکې اغېزمنېږي، قهر ته مخه کوي او اوږدمهال کې حتا ځانوژنه، نشهيي توکي، ځان خرڅلا، او جنايي جرمونو ته مخه کوي.»
په همدې حال کې ټولنپوه ضیا نېکزاد هم وايي چې هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کولای شي پر ټولنې ناوړه اغېزې ولري د کورنۍ یووالی لهمنځه وړي او ټولنه کې د ژورو درزونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
نوموړي وویل: « تاوتریخوالی لامل کېږي چې ښځې ټولنې، فرهنګي او سیاسي برخو څخه لرې پاتې کړل شي، ځکه کله چې تاوتریخوالی کېږي، ښځه نشي کولای چې یوازې پرېکړه وکړي او لامل کېږي چې کورنۍ منزوي شي او ټوله کې ټولنه د ښځو لپاره ناامنه کېږي.»
په ورته مهال د ښځو حقونو فعالانې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو څخه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې د ښځو پر زدهکړو او فعالیتونو د محدودیتونو لګول لامل شوي چې د تاوتریخوالي لمن پراخه شي. دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د دې پدیدې د مهار لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ښځو حقونو فعاله سودابه نورستانۍ وویل: «که تاوتریخوالی کېږي او پر وړاندې اقدام نه کېږي، دا ستونزې زېږوي. که د تاوتریخوالی کچه زیاتېږي، کورنۍ ستونزې ډېرېږي او حتا د ټولنې وضعیت ګډوډوي.»
په همدې حال کې یوشمېر مدافع وکیلان بیا عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځو د ملاتړو بنسټونو منحلېدل له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ښځې تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. دوی زیاتوي چې د هر یوه هېواد د قضايي بنسټونو مسوولیت دی چې د خلکو حقوق ټینګ کړي او اړتیا ده چې زیانمنونکې برخې وپېژندل شي او ښځې د ټولنې نیمه برخه وګڼل شي.
حقوقي فعال او مدافع وکیل نوراقا شعیب وویل: «تاوتریخوالی زیات شوی، ځکه نه کاري مصروفیتونه شته او نه هم ښوونیز او دا مسایل په خپله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دي او د حکومت مسوولیت دی چې خبر یې واخلي چې څه ننګونې لري او ایا د بشري حقونو مسایل مراعت کېږي یا نه.»
خو د امربالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت مسوولان د سلاموطندار سروې ردوي او وايي چې افغانستان کې د ښځو بشري ژوند په عادي توګه روان دی.
د یاد وزارت ویاند محمدعاکف مهاجر وايي، هېواد کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت تامین دي او په وینا یې، د دغه وزارت محتسبان وخت ناوخت خلکو ته د ښځو مقام او ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکوي. د نوموړي په وینا، که ښځه تاوتریخوالي سره مخ کېږي، د شریعت په چوکاټ کې ورته رسېدنه کېږي.
نوموړي وویل: «زه دغه شمېرې چې تاسو ورکړي، ردوم یې او هېڅکله یې نهمنم، ځکه داسې څه نشته او امیرالمومنین داسې قضیو ته لومړیتوب ورکوي او دې برخه کې محکمو ته ځانګړی فرمان ورکړل شوی او امر شوی چې د ښځو قضیو ته لومړیتوب ورکړل شي او امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت خپلو ټولو ریاستونو ته امر کړی چې څوک حق نهلري چې د ښځو حق تلف کړي یا دوی وزوروي یا میراث او مهر ورنهکړي، ځکه ښځې هم د ټولنې یوه برخه ده، هغه ډول چې نارینه حق لري، ښځې هم حق لري او چا ته د دې حق نه ورکوي چې د ښځو حقوق سلب کړي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند داسې مهال د سلاموطندار موندنې ردوي چې د سترې محکمې د مطبوعاتو رییس مولوي راشد وايي، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تراوسه دې ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۲ پېښې ثبت کړي دي. هغه وویل: «وه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې شته. ۱۴۰۱ کال کې ۱۴۲ قضیې راغلي چې له ډلې یې ۱۱۶ قضیو ته رسېدنه شوې.»
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند او د سترې محکمې د مطبوعاتو رییس داسې مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې خبره کوي چې د سلاموطندار د سروې پر بنسټ ۷۰سلنه ښځې عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پر رسېدنې باور نهلري.
د سروې موندنې داسې مهال هېواد کې د ښځو د تاوتریخوالي لوړ شمېر ښيي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال سرپرست حکومت د ښځو اړوند څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي. که څه هم چارواکي دغه فرمانونه د ټولنې اصلاح لپاره بولي، خو مدني فعالان تل دغه اقدامات له ټولنې څخه په سیستماتیکه توګه د ښځو کوښه کولو یادوي.