د خوست په غلامخان بندر کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري په دوو ټېلر موټرو کې بار ۲.۵ ټُنه بېکیفیته او خنثی شوي کچالو نیول شوي دي.
دغه کچالو له پاکستان څخه خوست ته رالېږدول کېدل.
د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د غلام خان بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو په دوو ټېلرو کې بار دغه کچالو نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دوو ټېلر موټرو کې بار ۲.۵ ټنه خنثي شوي کچالو پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل چې د پلټنې او چیک وروسته ضبط او په یوه مناسب ځای کې تر خاورو لاندې خښ کړل شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زياتوي چې د خوست ولایتي اداره له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله لري، څو هېوادوال له روغتیايي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.
تر دې وړاندې هم په ياد بندر کې له پاکستان څخه د واردېدونکو بېکیفیته خوراکي او غیرخوراکي د توکو د لېږد مخه نیول شوې ده.