کابل کې نن یو‌شمېر متقاعدینو د «تقاعد خزینې لوی ریاست» مخې‌ته د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اعتراض کړی.

اعتراض کوونکي چې نن شنبه د زمري ۲۱مه د «تقاعد خزینې لوی ریاست» مخې‌ته راټول شوي وو، له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې د متقاعدینو حقوق «معاشونه» دې ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

متقاعدینو د یاد اعتراض پرمهال پر حکومت نیوکه وکړه چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي.

 یوه متقاعد میرویس سلام‌‌وطندار ته وویل: «نږدې درې کاله کېږي چې زموږ حقوق یې نه دي راکړي او باید تقاعد مو راکړي، متقاعدین ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.»

یو بل متقاعد اعتراض کوونکی عبدالواسېع وايي، له دې امله چې تقاعد یې نه دی ترلاسه کړی، د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو لپاره یې سوال کولو ته مخه کړې ده. هغه وايي چې د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی.

نوموړي وویل: «د شپږ کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست یم او څه باندې دوه کاله کېږي چې د امارت له لوري زموږ تقاعد نه دی راکړل شوی او اړ شوم چې سوال کولو ته مخه کړم.»

محمدعمر چې د کور او ښارجوړونې وزارت کې تقاعد شوی، وايي، بېلابېلو حکومتونو کې یې ۴۸ کاله خدمت کړی او په وینا یې، یادو حکومتونو د ده له معاش پیسې ګرځولي او اوس یې باید بېرته د تقاعد پر بڼې ورکړي.

هغه زیاتوي چې دې سختو ورځو کې باید د دوی له معاشونو ګرځول شوې پیسې بېرته ورکړل شي، څو دوی پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

نوموړی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې تقاعد یې ورکړي. هغه وویل: «۴۸کاله مې کار کړی دولتونو کې او له معاشونو مو د دې سختو ورځو لپاره پیسې ګرځول شوي چې اوس یې باید راکړي، که نه یې راکوي، نو اړ یو سوال کولو ته مخه کړو.»

بل‌خوا د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل وايي چې د متقاعدینو د معاشونو ورکړې اړوند طرحه د ا.ا مشرتابه ته لېږدول شوې چې له منظورۍ وروسته به د متقاعدینو د حقوقو ورکړې بهیر پیل شي.

هغه وویل: «موږ د مشرتابه له لوري د متقاعدینو د حقوقو ورکړې طرحې ته په تمه یو چې راشي، انشالله چې معاشونه به یې ورکول کېږي او موږ خپل مسوولیت ادا کړی او د یادې طرحې د کارونو پرمختګ په اړه د ا.ا له ویاند  ذبېح‌الله مجاهد پوښتنه وکړئ.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد نظر هم ولرو، خو نوموړي د سلام‌وطندار اړیکې ته ځواب ورنه‌کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

څه باندې اته میاشتې کېږي چې د متقاعدینو د حقوقو ورکړې طرحه کې ا.ا مشرتابه ته لېږدول شوې، خو تراوسه یاده طرحه نه ده توشېح شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام