خان‌ملا چې د کابل په یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه یوه دېوال ته څنګ وهلی وايي، سهار وختي راغلی چې که څوک یې د کار لپاره بوځي او بېګاه ته یوه مړۍ ډوډۍ ومومي. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې پنځه ځله د بشري مرستو کڅوړې ترلاسه کړي، خو وايي چې اوس یې دغو مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «په روانو بشري مرستو مو تر یوه بریده ګوزاره کېږي. لس پنځلس ورځې مو پرې پرده کېږي. ټول خلک اوس دغو مرستو ته اړتیا لري؛ نو په‌کار ده چې راکړل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جان‌علي په کابل ښار کې یو بل کارګر دی چې بې‌وزلي او ناچاري یې ځوروي. هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د خوراکي توکو او نغدو پیسو پر ځای دې ورته د کار اسانتیاوې برابرې کړي، څو نور پرې سختې ورځې را نه‌شي.

نوموړی وايي: «کار باید پیدا شي چې پرې بوخت شوو. اوسنۍ مرستې لنډمهالې دي او په‌کار ده چې کار زیات شي، څو هره ورځ کار وکړو. موږ هره ورځ ساعتونه د کار په تمه یوو او ډېر کله ناهیلي کورونو ته ستنېږو.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د افغانستان برخې د مرستو رسولو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی چې د بشري مرستو لپاره د ۱.۳ میلیارډه ډالرو بودیجې له کمښت سره مخامخ دي او همدا لامل دی چې د مرستو اخیستونکو کسانو شمېر یې له ۱۳ میلیونو څخه پنځو میلیونو ته را ټیټ شوی دی.

اوچا زیاتوي چې د اړتیاوو زیاتېدل، پرله‌پسې درې کلنه وچکالي او د بې‌وزلۍ کچې لوړوالی هغه لاملونه دي چې یوازې تر ژمي وړاندې محدودو بې‌وزله افغانانو ته مرسته ورسوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدشبیر بشیري بیا وايي چې د نړیوالو مرستو کمېدل به د بې‌وزلۍ اوسنۍ کچه نوره هم لوړه کړي. هغه زیاتوي: «په خواشینۍ سره باید ووایو چې د مرستو ختمېدل یا کمېدل به د بې‌وزلۍ ناورین نور هم ژور کړي؛ نو اسلامي امارت باید د کاري بوختیاوو رامنځته کولو برخه کې لاس په‌کار شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې بنسټونو ویلي و چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۱۵۱ بنسټونو خپل فعالیتونه درولي دي. بله‌خوا بریټانیا په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو مرستو کچه ۷۶ سلنه کموي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په لومړیو کې له ۲۴ میلیونه ډېرو افغانانو بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو اوس دا شمېر له ۲۹ میلیونو څخه اوښتی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *