د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، که د تماس سیمهييزې ډلې لوري ته پام وشي او د تعامل لوری وڅارل شي، یو باثباته افغانستان به ووینو.
نوموړي نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د دوحې غونډه یو ښه فرصت دی، څو په ډاګه شي چې د تعامل لپاره د «منصفانه لارې» د موندلو موضوع څومره جدي ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
قُمي تر دې وړاندې ویلي و چې د تماس سیمهييزه ډله د افغانستان له سرپرست حکومت سره د همکارۍ، امنیتي او سیاسي ثبات او د اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه د ایران په نوښت جوړه شوې ده.