د کونړ د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت د ناړۍ ولسوالي بریکوټ سیمه کې د یوې مرستندویې موسسې په مالي همکاري، د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه استنادي دیوال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د کونړ د اوبو او انرژۍ رییس دوست محمدحنفي سلاموطندار ته وایي، په تېر یوه کال کې د کونړ په ١٥ ولسوالیو کې د ٤٥ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ځمکې لاندې اوبو د کچې زیاتوالي او تقویې، چکډېمونو او استنادي دېوالونو پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته سپارل شوي.
نوموړي وویل: «تیرکال تقریباً په پنځلس ولسوالیو کې د مرکز په ګډون مو یوه یوه همداسې پروژه درلودله چې هغه ټولې نهایي شوي او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي. البته دوه پروژې پاتي چې په نږدې ورځو کې به هغه هم پوره او ګټېاخیستنې ته اماده شي.»
په ورته مهال د کونړ یوشمېر اوسېدونکي د دغسې پروژو پر تطبیق خوښ دي؛ خو له سرپرست حکومت مرستندویه بنسټونو او موسسو څخه په یاد ولایت او په خاص ډول په لرېپرتو سیمو کې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پليکولو غوښتنه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکی ملک شیرزمن وایي چې ورته پروژې دې لازیاتې تطبیق شي، څو د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه له سېلابونو څخه خوندي شي.
هغه وویل: «دا پروژه د ولس په ګټه پروژه ده او په څنګ کې یې زمونږ غوښتنه دا ده چې دا مخامخ ځمکې چې تاسې یې وینئ د بریکوټ ددخلکو کرنیزې ځمکې دي دا هم د تهدید لاندې دي او که د دې لپاره مسؤلین او مشران تدابیر ونیسي، نو انشأالله دا به د ولس په ګټه باندې وي.»
د کونړ د ناړۍ ولسوالي ولسوال عصمتالله عندلیب وایي چې په دې ولسوالي کې یې هغه سیمې چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي، په نښه کړي او د ولایتي ادارې سره په شریکه به یادو سیمو کې ټولګټې پروژې تطبیق کړي.
نوموړي وویل: «مونږ ژمن یو چې خپلو خلکو ته نور خدمات هم وړاندې کړو تر څو د کونړ هغه ولسو نه چې له دغسې ستونزو سره مخامخ دي په اینده کې ددغسې ستونزو د مخنیوي لپاره خلکو ته د حل لاره پیدا کړو.»
د کونړ په پنځلس ولسوالیو کې دا بېلابېلې ټولګټې پروژې داسې مهال ګټېاخېستنې ته سپارل کېږي چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د ۵.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو یوه لمریزه شبکه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وه.


