د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د وچې مېوې، پلورونکي سلاموطندار ته وايي چې له څه مودې راهیسې د وچې مېوې، ممیزو، جلغوزې، پستې او بادامو بیې تر ۲۰۰ افغانۍ لوړې شوې دي.
د دوی په وینا، په وروستۍ یوه میاشت کې د هر کیلو ممیزو بیه له ۷۰ تر ۱۵۰ افغانۍ، د جلوزې بیه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ او یوه کیلو پسته کې هم تر ۱۰۰ افغانۍ لوړې شوې دي.
غزني کې د وچې مېوې پلورونکی اجمل وايي: «بیې په عمومي ډول لوړې شوې دي. سور ممیز پخوا په یو من اووه سوه افغانۍ و، خو اوس یو من نههسوه شوی دی. شین ممیز هم همداسې ګران شوی دی. وچې مېوې لکه بادام، پسته او کاجو ټولې د پخوا په پرتله په من او کیلو کې په بیو کې بدلون راغلی او بیې یې لوړې شوې دي.»
د جلااباد د وچې مېوې یوه پلورونکي کفایتالله وویل: «د ځینو وچو مېوو بیې لوړې شوې دي. د بېلګې په توګه، جلغوزه پخوا په هر کیلو ۱۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ او ان تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې رسېدلې ده. چارمغز پخوا ۳۵۰ افغانۍ و، خو اوس ۴۵۰ ته لوړ شوی دی. پسته مخکې په یو کیلو ۵۵۰ افغانۍ وه، خو اوس ۶۷۰ افغانۍ شوې ده. بادام پخوا ۳۸۰ یا ۴۰۰ افغانۍ و، خو اوس یې بیه له ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو پورې رسېدلې ده. همداراز، ممیز پخوا په هر کیلو ۱۸۰ افغانۍ و، خو اوس ۳۰۰ افغانۍ شوی دی.»
خو د ولایتونو سربېره، په پلازمېنه کابل کې د وچو مېوو بیې تر یوه بریده کمې دي.
د کابل د وچې مېوې یوه پلورونکي وليګل سلاموطندار ته وویل: «ممیز پخوا ۱۸۰ افغانۍ و، خو اوس دوه نیم سوه (۲۵۰) افغانۍ شوی. د جلغوزې بیه په هر من کې تر ۷۰۰ افغانیو پورې بدلون موندلی او په هر کیلو کې یې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی. اوس چې هر لوري ته ځو، د وچو مېوو بیې ورځ تر بلې لوړېږي.»
د وچې مېوو صادرونکو ټولنې مسوولان د هېواد بازارونو د وچو مېوو د بیو لوړېدو اصلي لامل نویو بازارونو ته د افغانستان د وچې مېوو صادرات بولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې ټولنې ویاند خالد احمد رحماني وايي: «په دې وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه د ځینو طبیعي مېوو بیې ډېرې لوړې شوې دي، ځکه چې ډېرې صادرې شوي؛ لکه جلغوزه، پسته او بادام. د پاکستان بدیل لارې او نوي بازارونه دې ته لاره هواره کړې چې د وچو مېوو صادرات نورو هېوادونو ته زیات شي او همداسې د بیو بدلون رامنځته شوی دی. بل مهم ټکی دا دی چې د تورخم لارې تړل کېدل هم یو مشکل و، خو اوس د ایران د ازادو اوبو له لارې موږ ټولو هېوادونو ته لاسرسی پیدا کړی او موږ کولای شو چې صادرات په ښه توګه او ارزان قیمت ترسره کړو.»
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه شمېرې ښيي چې هېواد د روان لمریز کال په درېیمه ربعه کې د ۳۹۹ میلیون او ۴۳۱زره ډالرو څخه زیاتې وچې مېوې هندوستان، متحده عربي امارات، اوزبیکستان، امریکا، بریتانیا او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې افغانستان د ۶۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت، له ۲۰۴زره ټنو څخه ډېرې وچې مېوې مختلفو هېوادونو ته صادرې کړې دي. وزارت په دې اړه د صادراتو د زیاتوالي یا کمېدو په اړه جلا تبصره نه ده کړې.
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي: «په ۲۰۲۵ کې ممیز، انځیر، پسته، بادام، چارمغز، وچ زردالوی، جلغوزه، تور الو، بخارا، تورممیز او نورې مېوې ایران، متحده عربي امارات، ترکیه، پاکستان، فرانسه، روسیه، تاجیکستان، چین، استرالیا او یوشمېر نورو هېوادونو ته د ۲۰۴،۸۱۵ ټنو په وزن او ۶۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرې شوې دي.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان وچې مېوې د لوړکیفیت، طبیعي والي او ځانګړي خوند له امله نړیوال بازار کې ښه شهرت لري او هر کال د هېواد له مهمو او تر ټولو ډېرو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي.


